شاته

د امریکا سنېټ له اوکراین سره د ۴۰ بیلینه ډالرو نوره مرسته تصویب کړه

واشنګټن - د امریکا سنېټ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له اوکراین سره د روس د یرغل په وړاندې جګړې لپاره د ۴۰ بیلینه ډالرو نوره مرسته تصویب کړه.

د استازو جرګې د مرستې د دې پکېج په پلوي تېره اونۍ رایه ورکړې وه.

اوس تمه ده د امریکا ولسمشر جو بایډن به یې په چټکۍ سره لاسلیک کړي.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلېنسکي د زیارت په ورځ په خپلې روزانه وینا کې ویلي، چې د سنېټ لخوا د مرستو د دې پکېج پاس کېدل د ځواکمنې رهبرۍ نښه او د ازادۍ لپاره زمونږ د ګډې دفاع لپاره یوه اړینه مرسته ده.

په یو بل خبر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن ویلي، اداره یې له اوکراین سره د پوځي مرستو لپاره سل میلیونه ډالره ورکوي.

د پنټګان ویاند جان کربي وویل، په دغه پکېج کې ۱۸ هویټزر توغندي، د دوی لېږدونکي ۱۸ موټر او د توغندیو ضد درې نور رادار سیستمونه شامل دي.

رویټرز د جګړې له ډګر څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویلي، چې روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځې سیمې ډانباس باندې هوايي او ځمکنۍ بمبارۍ کړې دي، او د اوکراین پوځ د جمعې په ورځ ویلي، چې لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي پکې وژل شوي.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي ویلي، چې دغو بریدونو سیمه په دوزخ بدله کړې ده.

هغه بي بي سي‌ ته ویلي، "د ده د هېواد د ډانباس سیمه په بشپړه توګه وېجاړه شوې ده."

زیلېنسکي زیاتوي، "دا قصدي او جرمي هڅه ده چې دومره زیات اوکراینیان ووژني څومره چې امکان ولري. او دومره زیات کورونه، ټولنیزې ودانۍ او کاروبارونه ویجاړ کړي څومره چې کېدای شي."

بل پلو د روس د دفاع وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د اوکراین د ازوفستال د پولادو په کارخونه کې په سلګونو نور اوکرایني سرتیري ورته تسلیم شوي او له دې سره په روانه اونۍ کې د تسلیم شویو اوکرایني سرتیرو شمېر ۱۷۳۰ ته رسېدلی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یو بیان کې ویلي، چې دوی له ازوفستال څخه وتونکي جنګیالي راجستر کوي او دا عملیات د نهې یا سې شنبې په ورځ پیل شوي.

اوکرایني چارواکو د روسانو لخوا ورکړل شوی دغه شمېر لا نه دی تایید کړی خو هیله یې څرګنده کړې ده چې دغه سرتیري به د بندیانو د تبادې برخه وي.

د روسانو د پلټنو ادارې ویلي، چې دوی غواړي له تسلیم شویو سرتیرو څخه پوښتنې ګروېږنې وکړي چې د ملکيانو پرضد جرمونو کې خو به ککړ نه وي.

روسانو ته د ماریپول ښار نیول په اوکراین د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو ستره بریا وي.

په داسې حال کې چې روسي ځواکونو د ډانباس ختیځې سیمې ته پام اړولی، د ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي سلاکار میخایلو پودولېک چې له روسانو سره په څو پړاوه خبرو کې هم ناست دی د زیارت په ورځ وویل، له روس سره تر هغو پورې اوربند ناشونی دی تر څو روسي ځواکونه په بشپړه توګه و نه وځي.

هغه په ټویټر باندې لیکلي، تر هغو چې روسان په بشپړه توګه له قبضه کړو سیمو څخه و نه وځي، زمونږ د مذاکراتو ډله وسلې، بندیزونه او پیسې دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په امریکا کې د جګړې د‌ څېړنې له انسټیټیوټ څخه خبر ورکړی چې روسي سرتیري له خارکیېف سیمې څخه وتلي دي او دونیڅک سیمې ته استول شوي دي.