شاته

څېړونکي: ترکیه کې د طالبانو د مخالفو ډلو را یو ځائ کېدل به د طالبانو ستونزې نورې هم زیاتې کړي

څېړونکي وایي ترکیه کې دطالبانو دمخالفو ډلو اؤ پخوانیو جنګسالارانو رایوځائ کیدل به وړاندې نه دنړۍ دفشارونو سره دمخ افغان طالبانو ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

د سه شنبې یا نهې په ورځ د ترکيه په انقره کې د افغانستان د واکمنو طالبانو دمخالفو سياسي مشرانو او پخوانيو جنګسالارانو يوه غونډه ترسره شوې چې پکې نزدې څلوېښتو مشرانو ګډون کړی ؤ ۔

دمطبوعاتي رپورټونو له مخې دغه غونډه د افغانستان پخواني مرستيال صدر عبدالرشيد دوستم رابللې وه څوک چې دا وخت په ترکيه کې د پناه وخت تېروي ۔

رپورټونه وایي غونډه کې دافغانستان په روان کړکېچ او ننګونو خبرې شوې دي چې وروسته يې د طالبانو پرضد دمزحمتي عالي شورا اعلان کړی ۔

په دې مزاحمتي شورا کې دبلخ دپخواني والي عطا محمد نور ، دهزاره ټولنې دمشر محمد محقق او د افغانستان په شمال کې دطالبانو پرضد دمزاحمت کوونکې ډلې دمشر احمد ولي مسعود نومونه هم شامل دي.

دغه شورا د طالبانو څخه غوښتنه کړې چې افغانستان ته د ورپېښو ستونزو هواري دپاره دې دوي سره خبرو ته کښیني ۔

اسلام اباد کې میشت دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبريال طاهر خان وايي ،دغه غونډه او اعلان کړې شورا به د افغانستان په روان صورتحال ډېر اثر ولري ځکه چې په غونډه کې دافغانستان ډېرو مهمو شخصیاتو ګډون کړی او بيا دوي په خپلو خپلو برخو کې څه نه څه زور اوس هم لري ۔

طاهرخان زياته کړه دوي مزاحمت تر څومره حده کولی شي دغه خو به وخت ښايي خوبيا د طالبانو دپاره ستونزې نورې هم زياتولی شي څوک چې د وړاندې هم د نړۍ له خوا نيوکو او فشار سره مخ دي ۔

دطاهر خان په خبره "په داسې کې امکان دا هم دی چې اوس د غونډې وروسته د نړۍ له خوا دغه مزاحمتي شورا سره خبرې روانې شي"

د دفاعي چارو څېړنکار بريګډير ريټايرډ سېد نذير وايي، د دغه غونډې او بيا شورا اعلانول په خپل ځائ يو پرمختګ دی او کېدای شي چې د واکمنو طالبانو دپاره د فشار يو لامل وګرځي خو بيا دا هم يوحقيقت دی چې دغه غونډه کې يوځاﺉ شوي جنګسالاران او سياسي مشران دا وخت دهېواده بهر دپناه ژوند تېروي نو داسې کې معلوميږي چې په افغانستان کې ددوي د مزاحمت کولو کوم قوي توان او اثر موجود نه دی ۔

سېد نذير زياته کړه د طالبانو څخه د ټول شموله حکومت غوښتنه نړۍ د وړاندې نه هم کوي او پکار ده چې د خبرو دلارې کوم پرمختګ وليدل شي ،خو که چرې يو وارې بيا د وسله وال مزاحمت په لوري صورتحال جوړيږي نو دغه بيا نه يوازې د افغان ولس دپاره بلکې دهرې ډلې دپاره د زيان وړ ګڼل کیدای شي ۔