شاته

روسیه وايي‌د اوکراین سلګونه نور سرتېري‌ هم ورته تسلیم شوي

د اوکراین د دفاع وزارت وايي‌ د محاصره شوي‌ ښار ماریوپول د وسپنې په فابریکه کې نن پنجشنبه مۍ ۱۹ (غوايي ۲۹) سلګونه نور اوکرایني سرتېري ورته تسلیم شوي ‌او د روسيې مقاماتو په ادعا په دې سره د ټولو تسلیم شویو سرتېرو شمېر ۱۷۳۰ ته رسېدلی دی.

د سور صلیب نړیواله کمېټه وايي‌ چې د سه شنبې له ورځې یې د هغو سرتېرو نوملیکنه پیل کړې ده چې د «ازوفستال» د وسپنې په فابریکې کې تسلیم شوي ‌دي. دغې کمېټې په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا نوملیکنه د پنجشنبې تر ورځې پورې روانه وه.

اعلامیه وایي: « د سور صلیب نړیواله کمېټه د جګړې بندیان هغو سیمو ته نه انتقالوي‌ چې دوی په کې ساتل کېږي. د نوملیکنې پروسه، چې سور صلیب تسهیل کړې ده، افراد په کې په فورمو کې خپل نوم، د زېږېدو تاریخ او د نژدیو خپلوان ثبتوي. دا معلومات له سور صلیب سره مرسته کوي‌ چې د نیول شویو درک ولګوي او مرسته ورسره وکړي چې له خپلو کورنیو سره په تماس کې وي.»

د اوکراین چارواکو د تسلیم شویو سرتېرو په اړه د روسیې شمېر نه تائیدوي. اوکراین هیله ښودلې ده چې دا بندیان به د روسیې سرتېرو سره تبادله شي خو د روسیې د تحقیقاتو ادارې ویلي دي‌ چې له تسلیم شویو بندیانو څخه به تحقیق کېږي چې معلومه شي د ولسي خلکو په وژلو کې دخیل نه وي.

ښايي د ماریوپول ښار نیول، چې شاوخوا ۴۳۰۰۰۰ نفوس لري، د روسیې په روانې درې میاشتنۍ جګړې کې د مسکو تر ټولو ستر بری وي.

اوکرایني چارواکي وايي د روسیې په یرغل کې تر دې دمه د ماریوپول په ښار کې شاوخوا ۲۰۰۰ ولسي خلک وژل شوي او د دغه ښار ډېره برخه په کنډوالو بدله شوې ده.

په همدې حال کې د اوکراین د ولسمشر مشاور میخایل پودولیاک، چې له روسیې سره د سولې په څو مذاکراتو کې دخیل و، نن پنجشنبه وویل چې له روسیې د اوربند موافقه «د ټولو روسي ځواکونو له اېستلو پرته نا ممکنه» ده.

نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «تر څو پورې چې روسیه د اشغال شویو سیمو بشپړې ازادۍ ته چمتو نشي، وسلې، بندیزونه او پېسې زموږ د مذاکراتو ټیم دی. »

د امریکا د دفاع وزارت یو لوړ پوړي چارواکي ویلي د‌ي چې په ورستۍ ورځ نه روسیې او نه هم اوکراین کوم پرمختګ کړی دی،‌ سره له دې چې د اوکراین ځواکونه د خارکیف په شمال او شمال-ختیځ کې د ځینو سیمو«بیا نیول» روان ساتلي دي.

دغه امریکايي چارواکي همدغه راز د بریتانیا د استخباراتو هغه ارزونه رد نکړه چې وايي د روسیې د پوځ لوړ پوړي قومندانان له دندو شړل شوي ‌دي.

هغه ‌وویل: «موږ داسې نښې لیدلې چې په بېلا بېلو برخو کې روسي قومندانان له خپلو دندو څخه رخصت شوي‌ دي.» نوموړي وویل چې د روسیې ځواکونو د لوجستیک او د سرتېرو د مورال مسئله لا هم په خپل حال ده.

د امریکا او روسیې خبرې

د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي د روسیي له لوی درستیز والري ګراسیموف سره په ټیلیفون کې خبرې کړي ‌دي.

دا په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د دغو دوو لوړ پوړیو چارواکو دا ډول لومړۍ خبرې دي.

د امریکا د پوځ یو ویاند وویل: «د پوځ مشران د اندېښنې وړ په یو شمېر امنیتي مسائیلو بحث وکړ او په دې یې موافقه وکړه چې د خبرو اترو دروازه پرانیستې وي. د تېر په څېر به د دوی د خبرو جزیات محرم ساتل کېږي.»

د روسیې د «آر ای اې» خبري اژانس ویلي دي ‌چې دواړو مشرانو په «مشترګو ګډو» خبرې کړي‌ دي.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو سنا له اوکراین سره د ۴۰ میلیاردو ډالرو تازه مرسته هم تصویب کړه.

اخوا اوکراین د امریکا د حکومت د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې کیف ته نوی سفیر استوي.

روسیې د فبروۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړی دی. امریکا او ناټو دا یرغل غندلی، په روسیې باندې یې بندیزونه لګولي او له اوکراین سره یې پوځي او بشري‌مرستې پیل کړې دي.