شاته

طالبانو په ټي وي د ښځینه خبریالانو د مخونو پټولو امر کړی، افغانان وايي، طالبان له ښځو پرته بله مسله نه ویني

واشنګټن-طالبانو دا ځل ویلي، ښځې دې په ټي وي مخونه پټ کړي خو افغانانو په ټولنیزو رسنیو دا ټریند چلولی چې طالبان په افغانستان د بیا قبضې راهیسې په تېرو نهو میاشتو کې یواځې د ښځو په اړه خبرې کوي وايي، "دا ښځې دې داسې شي او دا ښځې دې داسې، یواځې په دې اړه فرمان پسې فرمان استوي خو نور هېڅ هم نشته."

افغان ښځینه خبریالانو او فعالانو د طالبانو دغه نوي امر ته چې په ټي وي باندې دې مخونه پټوي، سخت غبرګون ښودلی او دا یې د اسلام له دین او افغاني کلتور سره په ټکر کې ګڼلی.

د افغانستان د مخکیني ولسمشر اشرف غني یوې ویاندې درانۍ وزیري امریکا غږ ډیوې ته وویل:

"کوم بندیزونه چې طالبان نن سبا د افغانستان په ښځو باندې زیاتوي، دا نه کوم شرعي اړخ لري او نه هم کوم حقوقي اړخ لري او نه هم دا د افغانستان په ټولنه کې کوم منل شوی عرف دی. د افغانستان ښځې مخکې هم په پوره حجاب کې وي. دوی خپلې دندې ته هم په حجاب کې تللي. دوی خپل ښونځي او درسونه هم په حجاب کې تعقیبول. دا زما په نظر هغه سیاسي اجنډا ده چې دوی د همسایه هیواد څخه راوړې ده او په دې ډول غواړي چې د افغانستان ټولنه نور هم په تورو شپو کې وساتي او د افغانستان نوی نسل بې سواده وساتي تر څو افغانستان په کلونو کلونو ونشي کړای چې په خپلو پښو ودرېږي."

د ازادۍ راډیو پخوانۍ همکارې ناجیه ساپۍ چې د طالبانو د راتګ له امله د هېواد پرېښودلو ته اړ اېستل شوې او دا مهال په امریکا کې د کډوالۍ ژوند کوي، ډیوې ته وویل، دا ډول فرمانونه له ټولنې څخه یواځې د مېرمنو د حذفولو لپاره ورکول کېږي.

په کابل کې د ازادۍ رېډیو مخکینۍ خبریاله ناجیه ساپۍ
په کابل کې د ازادۍ رېډیو مخکینۍ خبریاله ناجیه ساپۍ

"په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دا پرېکړه چې کورنیو تصویري رسنیو ته یې امر کړی چې ټولې ښځینه ویاندویانې یا کارکوونکې،‌ له دې وروسته باید خپل مخونه پټ کړي دا ډیره خوشینوونکې پرېکړه ده دا له رسنیز ډګر څخه د ښځو د حذفولو یا لمنځه وړلو په معنا ده.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دا پرېکړه له بیان ازادۍ او رسنیو سره ښکاره دښمني ښکاره کوي او د دوې هڅه داده چې ښځیه خبریالانې له صحنې لرې کړي.
دامهال محدود شمېر ښځینه کارکوونکې په رسنیو کې له ډیرو فشارونو سره کار ته دوام ورکوي او که چیرې دا محدودیتونه زیات شي ممکن نورې ښځې هم له رسنیو سره مخه ښه وکړي."

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د مېرمنو د ازادیو د محدودولو په لړ کې په یو نوي امر کې له افغاني رسنیو غوښتي چې له دې وروسته دې په ټي وي باندې ښځینه کارکونکې د خپرونو پر وخت خپل مخونه پټ کړي.

د یاد وزارت ویاند اکېف مهاجر امریکا غږ ته دا منلې ده چې دوی په کابل کې رسنیو ته داسې پیغام استولی او د طلوع نیوز په ګډون یو شمېر رسنیو هم د طالبانو لخوا د داسې یو فرمان ترلاسه کول تایید کړي دي.

د طالبانو لخوا یواځې د مېرمنو د حقونو د محدودیتونو په برخه کې له بیا بیا فرمانونو اکثره افغانان ډېر ناراضه شوي او تازه تازه په ټولنیزو ر سنیو وروسته له هاغې په ډېرې چټکۍ سره دا ټرینډ خپور شوی چې یو افغان کارپوه له یو سیمیز ټي وي چاینل سره په خبرو کې د طالبانو د لاسته راوړنو په اړه وویل،

"اته میاشتې کېږي، نهه میاشتې راغلي دي، دغه شځې دي، اه شځې دې دسې سي، اه شځې دې داسې سي، هغه شځې دې مکتب ته دسې ځي، هغه شځې دې مکتب ته داسې ځي. بله موضع نه ده چې هر فرمان راځي، بیا چې یو فرمان پای ته نه وي رسېدلی دوهم پپسې راځي، هغه فرمان پای ته نه وی رسېدلی دریم پپسې دی."

د طالبانو لخوا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ دغه وروستي بندیزونه په داسې وخت کې لګول شوي دي چې افغان خبریالانو او د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت لخوا په کابل کې د بیان د ازادۍ ورځ لمانځل کېدله.

د ټي وي ښځینه خبریالانو باندې د دغه نوي بندیز څو ساعته وروسته د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد له دې حکم څخه په دفاع کې خبریالانو ته ویلي، د حجاب اغوستلو حکم شوی او له دې دیني حکم څخه هېڅوک هم بهر نه دي.

هغه وړاندې وویل، په کورونا وبا کې له هر چا څخه غوښتل شوي وو چې ماسکونه وتړي او که مذهب داسې غوښتنه ولري نو هر کس یې باید ومني.

نوموړي د بیان د ازادۍ د لمانځلو په اړه همدارنګه وویل، طالبان د رسنیو د ازادۍ ملاتړ کوي او دې ملاتړ ته به دوام ورکوي خو د رسنیو د څار د ادارو په راپورونو کې راغلي دي چې د طالبانو له راتګ څخه وروسته تر اوسه پورې تر زرو زیات خبریالان د هېواد پرېښودلو ته مجبوره شوي او په سلګونو کورنۍ رسنې او ورځپاڼې تړل شوې دي.

تر دې مخکې هم طالبانو د ښځو په وړاندې په بیلا بېلو فرمانونو کې له افغانو مېرمنو غوښتي وو چې له شرعي محرم پرته دې له خپلو کورونو څخه نه وځي، حجابونه دې وکړي او حتی له شپږم ټولګي څخه پورته یې په ټول هېواد کې د جونو په تعلیم باندې هم کلک بندیزونه لګولي دي چې د امریکا، اروپا او د نړیوالو ادارو لخوا غندل شوي دي.

د طالبانو لخوا دا تازه امر په داسې وخت شوی چې په افغانستان کې د بشري وضعیت معلومولو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټ تیارونکی ریچرډ بنیت د کابل په سفر دی.