شاته

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران وایي دواړه هیوادونه له یو بل سره قوي اړیکې غواړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د پاکستان د نوي ټاکل شوي‌ بهرنیو چارو وزیر، بلاول بهټو زرداري سره د نیویارک په ښار کې چارشبنه مې ۱۸ (غوایي۲۸) وکتل او دواړو وویل چې د پاکستان او امریکا تر منځ د اړیکو قوي کیدل غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو نوی وزیر د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د وزیرانو په یوې غونډې ګې د ګډون لپاره راغلی. دا غونډه د امریکا په بلنې جوړه شوې چې په نړۍ کې د خوراکي موادو د مصؤنیت په هکله پکې پداسې حال کې خبرې وشي چې دا ستونزه روسیې لخوا په ګاونډي هیواد اوکراین د یرغل له کبله لا ډیره شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د متحده ایالاتو ددې نوښت ستاینه وکړله اوزیاته یې کړه چې هیواد یې وار د مخه په سیمه کې د ځیني سیاسي پیښو له کبله د خوراکي، اوبو او بریښنایي مصؤنیت د کمښت تر څنګ د ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دی.

بلاول بهټو د ښاغلي بلنیکن سره په ملاقات کې وویل چې غواړي د متحده ایالاتو او پاکستان تر منځ د اړیکو د بهتره کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

هغه ښاغلي بلینکن ته په خطاب کې ووی، " غواړم تاسو اوستاسو د حکومت سره د پاکستان او امریکا تر منځ د سوداګرۍ د اړیکو د بهتره کیدو لپاره کار وکړم او داسې فرصتونه پیدا کړو چې پاکستاني او امریکایي پانګه اچوونکي او سوداګر په ګډه کار وکړی شي".

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو د نوي وزیر سره دا ملاقات د ګڼو موضوعاتو په هکله د خبرو کولو لپاره چې دواړه هیوادونه پرې کار کوي، یو "مهم فرصت" وباله.

ښاغلي بلنکین زیاته کړه، "غواړو په هغه کار تمرکز وکړو چې د پاکستان او امریکا تر منځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې قوي کوي. او د سیمې په امنیت به هم تمرکز کوو".

پاکستان په اوس وخت کې په ملګرو ملتونو کې د نړۍ د ۷۷ هیوادونو د یو غښتلي ائتلاف مشري کوي چې ډیری غړي یې مخ پر ودې هیوادونه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې غواړي د جي-۷۷ هیوادونو سره اړیکې او خبرې اترې لا قوي کړي او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سره به پدې هکله خبرې هم وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې ښاغلي بلنکین او ښاغلي زرداري د ۴۵ دقیقو لپاره سره وکتل او د سمیه ایزې سولې، ترهګرۍ ضد مبارزې، افغان ثبات او د اوکراین او دیموکراتیکو ارزښتونو په هکله یې د امریکا او پاکستان په اړیکو ټینګار وکړ.

د پاکستاني طالبانو د غورځنګ سره د سولې خبرې

د پاکستان د بهرنیو چارو د نوی وزیر متحده ایالاتو ته پداسې حال کې راځي چې په افغانستان کې طالبانو تائید کړه د ددې ډلې په منځګړتوب پاکستاني چارواکو او د پاکستان د طالبانو د غورځنګ د استازو تر منځ په کابل کې غونډه شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې خبرو په هکله په ټویټر کې لیکلي،" د پاکستان حکومت او د پاکستان د طالبانو د تحریک تر منځ د اسلامي امارت په منځګړیتوب په کابل کې مذاکرات ترسره شول. د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو.

ښاغلي مجاهد دا ندي ویلې چې دا خبرې څه وخت شوې خو طالبانو تر دې وړاندې هم د دا ډول خبرو د فرصت د برابرولو خبر ورکړی و.


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري ویلي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په منځګړيتوب د تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان د حکومت خبرې او ډز بندي د ډاډ وړ اشاره ده.

بلاول وويل، " پاکستان د ترهګرۍ په ډیریدو اندېښنه څرګنده کړې ده، او مونږ په افغانستان کې رژيم (د طالبانو حکومت) ته ګورو چې دوی د ترهګرۍ په هلوځلو کمولو کې خپل رول ولوبوي، او دا په يقيني توګه د ډاډ وړ اشاره ده، مونږ نه يواځې د حالاتو څارنه کوو، بلکې د خپلې خوا نه د ترهګرۍ د مخنيوي هڅه کوو، او هيله لرو چې د افغانستان رژيم به د نړۍ سره خپله ژمنه پوره کړي او خپله خاوره به د ترهګرۍ پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي".