شاته

پر رسنیو د محدودیتونو دوام؛ ښځينه وياندويانو مخ پټ کار پيل کړ

نن په افغانستان څومره چې لیدل شوي، د تلوېزیوني خپرونو ښځينه چلونکو تر سترګو پورې خپل مخونه هم پت کړي دي.

د کابل د یوې خصوصي تلوېزیون یوه ویانده چې نه غواړي نوم او غږ يې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، چې تېره ورځ د دوی دفتر ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکي ورغلي او سپارښتنه يې ورته کړې، چې له دې وروسته باید ښځینه ویاندویانې په خپرونو کې تر سترګو پورې خپل مخونه هم پټ کړي.

د طلوع خصوصي تلوېزیون د سهارنۍ خپرونې ویاندې یلدا علي هم پرون په دې اړه په خپل انسټاګرام کې لیکلي و او نن یې په خپرونه کې مخ تر سترګو پټ و.

نوموړې لیکلي و: "دا زه یم یلدا علي، یوه ښځه د حذفېدلو په حالت کې، د امر به معروف د دستور له مخې ټاکل شوې تر دې وروسته په دې ډول ظاهر شئ."

طلوع نیوز نن په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د طالبانو حکومت د دوی په ګډون د موبي ګروپ له ټولو تصویري شبکو غوښتي، چې وروسته له دې یې باید د خپرونو د ښځینه چلوونکو مخونه پټ وي.

طلوع نیوز په خپل توېټر کې دا هم لیکلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا امر قطعي او د نه بحث وړ ګڼلی دی.

دغې خصوصي رسنۍ لیکلي، د کومو اطلاعاتو له مخې چې دوی ته رسېدلي، دا دستور په افغانستان کې نورو فعالو رسنیو ته هم ورکړل شوی دی.

په همدې حال کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت هم تاييدوي، چې د تلوېزیونونو مسوولینو ته په خپرونو کې د ښځینه ویاندویانو د مخنونو د پټولو سپارښتنه شوې ده.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د دې وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر ازادي راډيو ته وویل: "رسنۍ کولای شي د ممبر رول ادا کړي په همدې خاطر دوی ته سپارښتنه وشوه چې باید ښځینه يې په خپرونو کې حجاب مراعت کړي تر تر څو عام هېوادوال وپوهېږي چې دا حجاب دی."

د یادونې ده، چې تر دې مخکې هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا په ټوله کې په رسنیو او په ځانګړي ډول په ښځو محدودیتونه لګېدلي و، چې دا ډول یې بیخي نادر ګڼل کېږي.