شاته

ملګري ملتونه: د خوراکي موادو د کموالي‌کړکیچ به کلونه پاتې شي

ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ مې ۱۸ (غوایي ۲۸) خبرداری ورکړ د اقدام د نه کیدو په صورت کې به په نړۍ کې د خوراکي‌ موادو د کموالي کړکیچ د کلونو لپاره پاتې شي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې دا خبرداری ورکوي چې نړیوال بانک په نړۍ کې د خوراکي توکو د کړکیچ د ناوړه تاثیراتو سره د مبارزې لپاره ۱۲ میلیارده ډالره اضافه بودیجه اعلان کړه.

د تودښې د درجې لوړیدل، کرونا ویروس او پر اوکراین د روسیې برید په نړۍ کې د غله جاتو او کیمیاوي سرې د شدید کموالي لامل شوي او له امله یې په نړۍ کې د خوراکي موادو امنیت له ستونزو سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش په نیویارک کې د نړۍ د خوراکي توکو د تامین په یوې لویه غونډه کې وویل، جګړې په لس ګونه میلیونه انسانان د خوراکي‌ توکو د کموالي له تهدید سره مخ کړي‌ دي.

نوموړي وویل له دغه کړکیچ وروسته ممکن خوارځواکي، لوږه او پراخه قحطي د کلونو لپاره پاتې شي.

ګوتیریش او نورو چارواکو له روسیې وغوښتل چې د اوکراین د غله جاتو صادراتو ته اجازه ورکړي. روسیه او اوکراین یوازې د نړۍ ۳۰ سلنه غنم تولیدوي.

پر اوکراین د روسیې برید او په ځواب کې پر هغه هیواد د نړیوالې ټولنې اقتصادي بندیزونه ددې لامل شول چې د دواړو هیوادونو د غنمو، کیمیاوي سرې او نورو موادو د صادراتو په جریان کې خنډ رامنځ ته شي.

دغه تحولات همدارنګه د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې د خوراکي‌ توکو او تیلو د قیمتونو د لوړیدو لامل شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل:" راځۍ ښکاره ووایو، د خوړو د کړکیچ د هواري لپاره د حل هیڅ موثره لاره نشته مګر دا چې د اوکراین د خوړو تولید له سره پیل شي."

ګوتیریش زیاته کړه، روسیه باید د اوکراین په سرحداتو کې موجودو غله جاتو ته د صادریدو خوندي اجازه ورکړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن چې ددې غونډې مشري کوله د ګوتیرش په څرګندونو ټینګار وکړ.

ښاغلي بلینکن پر یو ټویټ لیکلي:" جمهور رئیس پوتین د اوکراین د غله جاتو او خوراکي توکو د صادریدو مخه نیوله ده. موږ له خپلو متحدینو او شریکانو سره د غذایي موادو د یوه همه شمول، ثابت او ګړندي سیستم په جوړیدو کار کوو څو په نړۍ کې د غذایي موادو امنیت ښه کړو."

د خوړو د نړیوال پروګرام مشر ډیویډ بسلي هم د بلینکن او ګوتیریش د خبرو په تائید وویل:" نړۍ کې اور بل شوی، موږ حل لارې لرو. موږ باید اقدام وکړو او موږ باید همدا اوس اقدام وکړو."

روسیه چې اوس د نړۍ له سختو بندیزونو سره مخ ده هم د مهمو غله جاتو او ګازو ستر صادرونکی هیواد دی.

په نړۍ کې د خوراکي توکو تامین حتی پر اوکراین د مسکو له برید مخکې زیات شوی وو، مسکو نن چهار شنبې د ملګرو ملتونو غونډې ته نه وو بلل شوی.

د ملګرو ملتونو په وینا، په تیرو دوو کلونو کې د هغو کسانو شمیر دوه برابره شوی چې د خوراکي‌ توکو له کموالی سره مخ دي، له کرونا څخه مخکې ۱۳۵ میلیونه کسان د خوراکي‌ توکو له کموالي سره مخ وو خو نن ورځ ۲۷۶ میلیونو ته رسیدلي‌ دي.

د نړیوال بانک اعلان به په راتلونکو ۱۵ میاشتو کې د پروژو لپاره د موجودې بودیجې کچه ۳۰ میلیاردو ډالرو ته ورسوي.