شاته

يورپين يونين وايي، له ايران سره په ايټمي پروګرام د خبرو بيا شروع کولو په لړ کې پرمختګ ويني

واشنګټن- د يورپين يونين د خارجه پاليسۍ مشر جوزف بوريل د جمعې په ورځ ويلي، هغه په دې باور دی چې د يونين د استازي او ايراني چارواکو ترمنځ په تهران کې مثبتې خبرې شوي چې هيله ده د دوه مياشتو له ځنډ نه وروسته د ايران په ايټمي پروګرام بيا خبرې پيل شي.

د دې کال مارچ کې له ايران سره په کال 2015 کې په ايټمي پروګرام د شوي تړون بيا په ځای کولو خبرې ودرېدې ځکه چې ايران غوښتنه کوله امريکا دې وړومبی د ريولوشنري ګارډ کور لا پاسداران انقلاب نوم د ترهګر تنيظوونو د نوملړ نه وباسي.

بوريل دا وينا وروسته له هغې وکړه چې د يورپين يونين استازی اينريک مورا د تهران نه بيرته يورپ ته ستون شو او دا پيغام يې ورکړو چې کارونه به هغسې پاتې نه شي چې څنګه وو. بوريل وويل د ايران رويه ډېره مثبته ده.

جوزف بوريل په جرمني کې د جي سيون هېوادونو د خارجه چارو د وزيرانو غونډې ته وويل “دا کارونه د سترګو په رپ کې نه کيږي. بلکې وبه وايو چې خبرې ودرېدلې وې او بيا په دې هيله پيل شوې چې کومې حتمي نتيجې ته ورسو”.

په مارچ کې تر ډېره حده په دې اتفاق شوی و چې د لوظنامې د بيا په ځای کولو سره به ايران په ايټمي پروګرام لګېدلي بندېزونه عملي کړي او په بدل کې به يې په ايران لګېدلي اقتصادي بندېزونه اوچت کړل شي.

البته دا خبرې اترې د روس د غوښتنو او د ايران په دې ټينګار کولو چې پاسداران دې د امريکا د ترهګرو د نوملړ نه اوباسي له کبله ودرېدلې.

ځينې غربي چارواکي ناهيلې دي او وايي څنګه به ايران دې ته مجبور کړل شي چې خپل ايټمي پروګرام محدود کړي چې ان تر دې غټ طاقتونه په اوکرين د روس د يرغل په سر په خپلو کې تقسيم دي.

خو بوريل وايي “دا د توقع نه زيات کار شوی. خبرې بندې شوې وې خو اوس بيا پيل شې”.

د يورپين يونين يو چارواکي وويل “د لوځنامې پورې د رسېدو په لار کې ډېر خنډان دي” او زياته يې کړه خو بيا هم ايران او امريکا سره خبرې کوي.

د ايران وزير خارجه حسين امير عبدالاحيان ويلي د مورا سفر يو فرصت برابر کړو چې په خبرو باقي پاتې مسلې حل کړو.
هغه وويل “يوه ښه او باوري لوځنامه کېدلی شي که امريکا سياسي فيصله وکړي او خپلې کړې ژمنې پوره کړي”.

يو فرانسوي سفير چې نوم يې نه دی ښودل شوی ويلي باور نه کوي په نزدې راتلونکي کې امريکا داسې کوم پلان لري چې د ايران دغه مهم امنيتي ځواک د بهرني ترهګرو د نوملړ نه وباسي.

روانه اونۍ مورا تهران ته په دې خاطر تلی و چې يو اخري کوښښ وکړي د کال 2015 لوځنامه بيره په ځای کړي د کومې نه چې په کال 2018 د امريکا پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ يو طرفه وتلی و.
برطانيه، چين، فرانس، جرمني او روس هم د لوځنامې برخه وو.

په يوه حيرانونکې پېښه کې مورا او د هغه د ډلې نور غړي د ايران نه په واپسۍ په فرينکفرټ هوايي ميدان د څو ساعتونو د پاره ايسار کړل شول چې بيا يې پخپل ټوېټر ليکلي “مونږ يې د يو بله بيل کړي وو او د دې نه انکاري وو چې راته د ايسارولو وجه وښايي. ماته ښکاري دا د ويانا کنوينشن نه سرغړونه ده”.

د جرمني د داخله چارو وزارت وياند په يو بيان کې ويلي پوليس به په دې خپل بيان ورکړي خو “د دې نورې ډېرې وجې کېدلی شي چې د پرواز او د سفر د لارې سره تړلې وي. ضروري نه ده دا په کوم تن پورې اړه لري”.