شاته

بایډن د اماراتو نوي رئیس شیخ محمد ته د هغه د ټاکل کیدو مبارکي وویله

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د شنبې په ورځ مې ۱۴ (غوایي ۲۴) د متحده عربي اماراتو نوي رئیس شیخ محمد بن زید آل نهیان ته د هغه هیواد د نوي رئیس په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله.

شیخ محمد وروسته له هغه د اماراتو رئیس شو چې ناسکه ورور یې شیخ خلیفه بن زید آل نهیان د جمعې په ورځ مړ شو.

بایډن په یوې اعلامیه کې ویلي:" زه د متحده عربي اماراتو د رئیس په توګه خپل پخواني ملګري شیخ محمد بن زید آل نهیان ته د هغه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وایم."

په بیانیه کې زیاته شوې، متحده ایالات د اماراتو له نوې رئیس سره د دواړو هیوادونو او ددغو هیوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو پراخیدو ته سترګي په لار دي.

د متحدو ایالتونو د جمهور رئیس د مرستیالې کاملا هریس دفتر د شنبې په ورځ د یوې بیانې په خپرولو سره وویل ټاکل شوېده میرمن هریس د دوشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشري متحدو عربي اماراتو ته سفر وکړي او د جمهور رئیس بایډن او د امریکا د خلکو په استازیتوب د هغه هیواد له چارواکو سره د پخواني رئیس د مړینې له امله د خواخوږۍ مرابت وړاندې کړي.

هریس به په ابوظبي کې له شیخ محمد سره په ملاقات کې د دواړو هیوادونو د اړیکو په قوت او په راتلونکو میاشتو او کلونو کې د اړیکو د پراختیا لپاره په خپله لیوالتیا بحث وکړي.

کارپوهان وایي چې ۶۱ کلن شیخ محمد یو مسلکي پوځي دی او له ډیره وخته راهیسې د ابوظبي په واکمنۍ کې مهم کس شمیرل کیږي.

نوموړي وروسته له هغه د رهبري رول پر غاړه واخیست چې د هغه ناسکه ورور شیخ خلیفه د ۲۰۱۴ کال راهیسې د مغزي سکتې له امله د عام محضر څخه ګوښه شو.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ پر اساس د شیخ خلیفه له مړینې وروسته ۶۱ کلن شیخ محمد بن زید آل نهیان د فدرالي شورا له لورې د رایو په اتفاق وټاکل شو او پدې توګه د تیلو ددغه بډایه هیواد واکمن شو چې پلار یې په ۱۹۷۱ کال کې د هغه بنسټ ایښی و.