شاته

پولیس وایي دپېښور کوچه رسالدار کې دشوي ځانمرکي برید پلان جوړونکی اؤ یو بل ترهګر یې وژلي دی

پېښور کې دترهګرۍ دمخنیوي محکمې پولیسو دعوه کړې ده چې داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوؤ عملیاتو کې یې دپېښور دقصه خوانۍ په کوچه رسالدار کې دشیعه مسلمانانو په جومات دترسره شوي ځانمرګي برید پلان جوړونکی اؤ دهغه یو بل ملګری وژلي دي.

دخالي په ورځ پاکستاني رسنیو دترهګرۍ مخکمې دپولیسو (سي ټي ډي) له خولې ویلي چې دترهګرو پرضد داعملیات دپېښور دپشتخرې په ولي اباد سیمه کې دسهار په توره خړه کې ترسره شوي چې پکې دوه ترهګر وژل شوي دي.

پولیسو دعوه کړې ده چې دې برید کې دمارچ میاشت کې دقیصه خوانۍ کوچه رسالدار کې دشیعه مسلمانانو په جومات دترسره شوي ځانمرګي برید پلان جوړونکی ۲۸کلن حسن شاه هم وژل شوی چې تړاؤ یې دالقاعده خراسان ډلې سره ښودل کیږي.

په مارچ کې ترسره شوي دغه برید کې لږ تر لږه ۶۲ کسان وژل شوي اؤ د ۲۰۰ نه زیات نور ژوبل شوي وؤ.

تر دې وړاندې په نهم مارچ هم پولیسو دعوه کړې وه چې د پېښور په کوچه رسالدار امام بارګاه د برید کوونکي د یو سهولت کار په شمول یې درې وسله وال وژلي دي.

خبریال افتخار فردوس وایي د وژل شوي ترهګر اتویشت کلن حسن شاه تړاؤ دداعش خراسان څانګې سره ؤ اؤ قانون پځائ کوونکې ادارې دتیرو دریوؤ کلونو راهسې دهغه په لټه کې وې .

افتخار فردوس زیاتوي دغه ترهګر دداعش په النبا نومې مجله کې هم دخپلو اعمالو لپاره راڅرګند شوی ؤ اؤ د کوچه رسالدار دځانمرګي برید په اړه د سي سي ټي وي په فوټیج کې هم لیدل شوی ؤ کله چې هغه ځانمرګی تن دبرید لپاره لیږي.

افتخار فردوس د سرچینو له خولې په ټویټر لیکلي چې دغو ترهګرو اوس په یو چرچ یا کلیسا دبرید پلان جوړولو چې دهغې په هکله قانون نافذکوونکې ادارې خبر شوې وې اؤ د دوئ په ضد یې عملیات وکړل چې پکې ترهګر حسن شاه اؤ دهغه یو بل ملګری وژل شوي دي

خیبر پښتونخوا کې عموماً پولیس په عملیاتو کې دترهګرو د وژلو دعوې کوي خو زیاتره وخت په دغسې وژنو څېړونکي پوښتنې هم راولاړوي اؤ وایي پولیس عام نیول شوي کسان دعدالت ترشا ووژني اؤ نوم ورته بیا دمقابلې ورکړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي