شاته

بلاول:چاته هم چین سره دپاکستان دوستۍ ته د زیان رسولو اجازه نه شو ورکولی

دپاکستان د خارجه چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وېلي چې تېره میاشت کراچۍ پوهنتون کې په چينايي وګړو ځانمرګي برید کې ککړو مجرمانو ته دمثالي سزا تر ورکولو به د پاکستان حکومت په قلار نه کښیني.

اسلام اباد کې د کراچۍ پوهنتون کې د وژل شويو چينايي وګړو په ياد کې دغمرازۍ یوې غونډې ته خپله وینا کې بلاول بوټو رزداري وېلي چاته به هم چين سره د پاکستان دوستۍ ته د نقصان رسولو اجازه ورنه کړي او د وژل شويو چينايي وګړو قربانۍ به بې ځایه لاړې نه شي

د بلال بوټو زرداري وېنا وه، پاکستان د چين په دغه بوګنوونکي نقصان خفه او دړد مند دی او نوموړي د پېښې د غندنې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې دوى به په پاکستان کې خپلو چينايي دوستانو ته لا زيات تحفظ ورکوي او د هغوى د ساتنې دپاره به هر ممکنه هڅه کوي.

د تېرې مياشتې په ورستیو کې د کراچۍ پوهنتون دننه د چينايي ژبې د زدکړې د مرکز په مامورينو ځانمرګي بريد کې درې چينايي وګړي وژل شوي وؤ او ددغه حملې پړه بلوچ وسله والې ډلې بلوچ لبریشن ارمي په غاړه اخیستې وه.

د تېر زيارت په ورځ د چين د خارجه چارو وزیر وانګ ژي او پاکستان د خارجه چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ترمينځ شوې ان لاېن غونډه کې هم چين په پاکستان کې دخپلو وګړو پرضد په ترسره شوو وروستيو ترهګريزو بريدونو اندېښنې ښودلې وې او د پاکستان څخه یې غوښتنه کړې وه چې د ترهګریزو بريدونو مخنیوي لپاره پياوړي او غوڅ ګامونه پورته کړي.

بلاول بوټو زرداري وېلي چې دترهګرۍ داسې پېښې به نورې ونه زغمل شي او وايي دا خبره به باوري کوي چې د وژل شويو چينايي وګړو کورنیو ته انصاف ترلاسه شي او داسې ترهګر حمله کوونکي به يو مثال جوړوي.

چين او پاکستان نېزدې سټراټيجکي او ګڼ اړخيزه اړيکې لري او پاکستان کې د سي پېک منصوبې په ګډون يو شمېر نورو برخو کې هم د چين لخوا پانګونې روانې دي.

د دفاعي چارو کارپوهه او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود وايي په پاکستان کې د چينايي وګړو د حفاظت لپاره باید چې د هېواد د بېلابېلو سيکورټي او عسکري ايجنسيو ترمنځ همکاري زياته کړی شي او دې لړ کې د چين او پاکستان د خفيه ادارو ترمنځ هم د مالوماتو تبادله ضروري ده.

ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل د پاکستان حکومت او پوځ په پاکستان کې د چينايي وګړو حفاظت لپاره فکر مند دي.

هغه وايي که په پاکستان کې په چينايي وګړو حملې هم داسې روانې وي نو ددې نقصان به چين او پاکستان او سي پېک ته رسېږي.

دنوموړي په وینا چين به مجبوره شي چې د پاکستان څخه خپل وګړي وباسي او دلته به د خپلو وګړو شمېره کمه کړي.

تېر کال 2021 جولایي کې هم د خېبرپښتونخوا په برنۍ ضلع کوهستان کې په داسو ډيم کار کوونکو چينايي انجنيرانو برید شوی ؤ چې پکې نهه چينايي وګړي او درې پاکستانيان وژل شوي وو.

تېره اوونۍ د پاکستان د سینیټ د دفاعي چارو د کمېټې مشر مشاهد حسېن سيد وېلي چې چين د خپلو وګړو او منصوبو د تحفظ لپاره د پاکستان په سيکورټي نظام خپل باور بېللی دی.

د 46 ارب ډالرو په لګښت جوړېدونکې د سي پېک پروژه په نړيوال کچ د چين د روانې منصوبې يوه لاره يو کمربند برخه ده او ددې مقصد د چين غربي صوبه سنکيانګ د زمکنې لارې د بلوچستان د ګوادر بندر ګاه سره پېوست کول او بحيره عرب ته رسېدل دي.

هندوستان هم د سي پېک په منصوبه اندېښنې لري او امریکا دا پروژه د پاکستان دپاره د چينايي قرضو يو لټ ګرځوي.