شاته

نوې ډهلې سره نږدې په یوې ودانۍ کې اور ۲۶ تنه وژلي

د هند پایتخت نوې ډهلې سره نږدې د اورګاډي تم ځای سره نږدې په یوې څلور پوړېزې ودانۍ کې د اور لګیدو له کبله لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي.

پولیس وایي اور جمعه مې ۱۳ (غوایي۲۳) د دې ودانۍ په لومړي پوړ کې په یوې کارخانې کې ولګید چې د څارنې امنیتي کمرې پکې جوړیدې.

ځینې ویډیوګانې او عکسونه چې په محلي تلویزیونکي کې خپاره شوي، پکې ښودل کیږي چې د ودانۍ کړکیو څخه پداسې حال کې لوږي پورته کیږي چې د اور وژرنه عمله کوښښ کوي اور مړ او په ودانۍ کې ګېر پاتې شوي کسان وژغوري.

د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې په اور لګیدو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه زخمي شوي هم دي چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي.د اور وژرنې عملې د ودانۍ ګڼ شمیر کړکۍ هم پدې خاطر ماتې کړي چې ګیر پاتې شوي کسان وژغوري.

دغه ودانۍ چې اور پکې لګیدلی د هند پایتخت نوې ډهلي څخه تقریباً ۲۳ کیلو مټره لیرې د ښار په لویدیځه برخه کې پرته ده او ډیری پکې دفترونه او وړې کارخانې دي.

پولیسو ویلي چې د اور وژنې عملې سره په ګډه یې د دې ودانۍ څخه څه باندې پنځوس کسان ژوندي ژغورلي چې ځیني یې بر سیرن سوځیدلي او یا ټپي شوي و.

دا لومړی ځل ندی چې په هند کې د کار په ځای کې د اور لګیدو له کبله خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

تیر کال د هند د سیروم په انستیتوت کې چې د نړۍ د واکسین د تولید تر ټولو ستر مرکز دی د اور لګیدو له کبله لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي و خو هندي مسؤلین وایي چې پدې مرکز کې به د درملو او د کروناویروس ضد واکسین تولید باندې اغیز ونکړي او د تولید دغه لړۍ به همداسې دوام ولري.

د هند د پونه ښار ښاروال مورلیدهر موهول، (سلواغې ۲) خبریالانو ته وویل چې اور د تر جوړیدو لاندې یوې ودانۍ کې لګیدلی او اوس کنترول شوی دی. د هغه په وینا ددې پیښې په ځای کې پنځه مړي موندل شوي دي.

په همدې کال د هند د ګجرات ایالت په احمدآباد ښار کې هم د یو روغتون په عاجله څانګه کې د اورلګیدنې له امله د کروناویروس اته ناروغان ووژل شول.

ددغه پیښې د قربانیانو په منځ کې چې اګست ۶ (زمري ۱۶) وشوه پنځه نارینه او درې ښځې شاملې دي.رپوټونو له مخې شاوخوا ۳۵ نور ناروغان ژغورل شوي او نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.

په هند کې په کار خانو او ودانیو کې د اور لګیدو یو علت د حفاظتي اصولو نه مراعت کول او د مسؤلینو بې احتیاطي بلل کیږي.