شاته

طالبانو د ۱۴۰۱ مالي کال بودجه اعلان کړه؛ د تیر حکومت په پرتله له نیمایي زیاته کمه ده

د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۱ لمریز مالي کال بودیجه تصویب او اعلان کړه.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د شنبې په ورځ مۍ ۱۴ (غوايي ۲۴) وویل چې د روان مالي کال لپاره ۲۳۱ میلیارډ افغانۍ بودجه ټاکل شوې ده.

یاد وزارت ویلي چې له ټاکل شوې بودجې څخه ۲۰۳ میلیارډ افغانۍ یې عادي او ۲۷.۹ میلیارډ افغانۍ یې پراختیايي بودجه ده.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت زیاته کړې چې دغه بودجه په بشپړه توګه له بهرنیو مرستو څخه پرته له داخلي عواید څخه برابره شوې ده.

دغه وزارت ویلي که څه هم ټاکل شوې مالي بودجه ۴۴ میلیارډ افغانۍ کسر لري، خو ټینګار یې کړی چې دوی به د خپل پلان له مخې له ټاکل شوې بودجې خپلې چارې تر سره کړي.

د مالیې وزارت په بیان کې راغلي: "که څه هم په دغه بودجه کې ۴۴ میلیارډ افغانۍ کسر شته، خو د افغانستان اسلامي امارت لخوا د منظم مالي پلان له مخې به انشاءالله د همدې بودجې پر اساس د کال تر پایه خپلو موخو ته ورسیږو."

په تیرو دوو لسیزو کې، د افغانستان اقتصاد تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړو او د تیر حکومت شاوخوا ۷۵ سلنه کلنۍ بودجه هم د نړیوالې ټولنې لخوا چمتو کېده.

د افغانستان تیر حکومت د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ۴۷۳ میلیارډ افغانۍ بودجه اعلا کړې وه چې له جملې څخه یې څه باندې ۳۱۱ میلیارډ افغانۍ عادي او څه باندې ۱۶۱ میلیارډ افغانۍ یې پراختیايي بودجه وه.

په تیرو دوو لسیزو کې د مالیې وزارت لخوا د مالي کال بودجه تر چمتو کېدو وروسته د تصویب لپاره ولسي جرګې ته استول کېدل، خو د طالبانو حکومت ویلي چې د روان مالي کال بودجه د وزیرانو شورا لخوا تصویب او د هغوی د رهبر ملا هبت الله اخندزاده لخوا تائید شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو څه باندې اتو میاشتو په تېرېدو سره پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته دغه هیواد له سخت اقتصاد بحران سره مخ شوی دی او حتی تر دا مهاله د طالبانو حکومت ټولو دولتي مامورینو ته د معاشونو په ورکولو نه دی توانېدلی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو په شمول نړیوالو سازمانونو ژمنه کړې وه چې د افغانستان د اقتصاد پاشل کېدو د مخنیوي لپاره به د ځینو دولتي مامورینو لکه روغتیايي کار کوونکو او ښوونکو معاشونه ورکړي.