
په نوي دلي کې د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه 26 مړه شوي دي
واشنګټن —
د هندوستان سرښار نوي دلي په مضافاتو کې د جمعې په ورځ د رېل ګاډي د یو سټېشن سره نژدې په څلور منزله ودانۍ کې د اور لګېدو له امله پولیس ویلي لږ تر لږه 26 مړه شوي دي.
د اور لګېدو د پېښې په اړه پولیس په خپل بیان کې وویل امدادي کار کوونکو د ودانۍ نه خلک د کړکیو دلارې را وېستل او نژدې هسپتالونو ته یې منتقل کول.
په ټېلې وژن د پېښې په عسکونو کې ښکارېدل چې د ودانۍ نه لوګي پورته کېږي او اور وژونکو کوښښونه کوي چې اور مړ کړي.
د اور لګېدو په پېښه کې 12 کسان زخمیان شوي دي.
پولیس وویل په ودانۍ کې د سکیورټي کېمرې جوړوونکي کپمني کارخانه وه او اور د ودانۍ په لومړي منزل کې شروع شوی و.
پولیس وویل د 50 نه زیات کسان د ودانۍ نه په محفوظ ډول ویستل شوي دي.
د رویټرز د رپورټ نه دا نه معلومېدله چې اور د لګېدو علت څه ګڼل کېدو؟