شاته

رویټرز: د وژل شوي فلسطینۍ خبریالې د جنازې ګډون وال اسرایلي پولیس وهلي ټکولي دي

په زرګونو خلکو د جمعې په ورځ په مشرقي یروشلم کې د الجزیره ټېلې وژن د وژل شوي خبریالې شیرین ابو عاقله په جنازه کې شرکت وکړو او د هغې په قتل یې د غمرازۍ اظهار وکړو او رویټرز خبري اداره وویل اسرایلي پولیس د جنازې په ګډون والو یرغل وکړو او وهل ټکوول یې وکړل.

رویټرز په خپل رپورټ کې وویل په لسګونو کسان د یو هسپتال مخې ته د ابو عاقله د جنازې کټ چاپیره ولاړ وو، په لاسونو کې یې د فلسطین بېروغونه پورته کړي وو او نعریې کولې "شیرین! په خپلو روحونو او وینه به دې بدل اخلوو."

د رپورټ ترمخه اسرایلي پولیس چې غوښتل یې د خبریالې د جنازې کټ دې د پښو په ځای په موټر کې یوړل شي، د جنازې په ګډون والو ورغلل او په لګتو او کوتکو یې هغه کسان ووهل چې د جنازې کټ یې نیولی و. د رویټرز ترمخه په یوه موقعه د جناز وړوونکي یو دیوال ته ورنژدې شول او نژدې وه چې د جنازې کټ ځمکې ته غورځېدلی وی خو خلکو قابو کړو او په دغه مهال د سټېن ګرنېډونو چاودنه هم وشوه.

شیرین ابو عاقله د وېسټ بېنک په جنین کلي کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایلي ځواکونو د چاپې په مهال ووژل شوه او د الجزیره یو بل خبریال زخمي شو.

شیرین ابو عاقله په قوم فلسطینۍ وه خو امریکايي شهریت یې هم لرلو، د تېرو شلو کلونو راهسې خبریالي کوله او د الجزیره د عربۍ ژبې څانګې پیژندل شوي څېره ګڼل کېدله.

د رویټرز د رپورټ ترمخه فلسطيني مامورین وايي شیرین ابو عاقله اسرایلي ځواکونو وژلې ده او اسرایلي حکومت اول وویل چې ممکنه ده هغه د فلسطیني وسله والو په ډزو وژل شوي وي خو اوس د اسرایلي عسکرو د ډزو امکان نه ردوي.

د شیرین ابو عاقله د جنازې په موقع د تشدد په اړه اسرایلي پولیس وویل چې سېنټ جوزف نومې هسپتال نه بهر د فلسطینیانو یوې ډلې چې پولیس لوټ ماران وبلل، پولیس افسران یې په کاڼو وېشتل او بیا پولیس جوابي ګام پورته کړو. الجزیره او د قطر حکومت چې په مالي مرسته یې الجزیره چلیږي، د اسرایلي پولیس غندنه یې وکړه.

شیرین ابو عاقله د وېسټ بېنک په جنین کلي کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایلي ځواکونو د چاپې په مهال ووژل شوه او د الجزیره یو بل خبریال زخمي شو.
شیرین ابو عاقله د وېسټ بېنک په جنین کلي کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایلي ځواکونو د چاپې په مهال ووژل شوه او د الجزیره یو بل خبریال زخمي شو.

د ملګرو ملتونو نایب ترجمان فرحان حق وویل د شیرین ابو عاقله د جنازې په موقع د صورتحال مناظر د خفګان وړ وو. په متحده قامونو کې د امریکې سفیرې لېڼده ټامس ګرین فېلډ او یورپي یونین هم د دغه شان تاثراتو اظهار وکړو.

رویټرز وویل د پولیس د مداخلت وروسته د شیرین ابو عاقله د جنازې کټ په موټر کې کښودل شوی او جنازه یې د یروشلم ښار په پخوانۍ برخه کې ادا کړی شوه.

رپورټ ترمخه کله چې د شیرن ابو عاقله جنازه د جبل صهیون مقبرې ته وړل کېدله نو قدیم یروشلم په لارو کوڅو کې فلسطینیان په لویه شمېره کې ودرېدلي وو. د هغې په قبر د ګلونو په څادرې وغړول شوې او د هغې د قبر د صلیب نه د فلسطین بېرغ چاپېره کړی شو او د رپورټ ترمخه ځینو غموارانو "الله اکبر" ووېل.

د رویټرز ترمخه اسرایلي پوځ د جمعې په ورځ وویل ابتدايي تحقیقات څرګندوي چې د هغو ډزو د سرچینې په کره ډول تعین به ممکن نه وي چې ابو عاقله پې لګېدلي او وژل شوي ده.

اسرایلي پوځ وویل دا امکان شته چې ابو عالقه د هغو فلسطیني وسله والو په ډزو لګېدلي وي چې د اسرایلي پوځ په موټرو یې ډزې کولې او دا امکان هم شته چې د اسرایلي عسکرو په ځوابي ډزو کې خبریاله لګېدلي وي.

رویټرز وايي اسرایلي ځواکونو د جمعې په ورځ‌ په جنین کې بیا چاپې شروع کړې او اسلامک جهاد نومې فلسطيني مسلح ډلې په جنین کې اسرایلي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې د اسرایلي پولیس د یو افسر د وژلو ذمه واري ومنله.

د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس ترجمان نبیل ابو رودېنا وویل په جنین او یروشلم کې واقعات په تاوتریخوالي کې زیاتوالی راوستلی شي.

رویټرز وايي د شیرین ابو عاقله د وژنې په پراخه کچه غندنه شوي ده او د هغې د وژل کېدو نه وروسته يوه وډیو ښيي چې هغې د شین رنګ واسکټ اغوستی و او چې په واضحه ټکو کې پ "پرېس" لیکل شوي وو او د هغې دوو همکارانو چې د هغې سره وو ویلي د اسرایلي ښیښ مارانو د ډزو دلاندې شوي وو او د فلسطیني وسله والو نه لېرې وو. اسرایل د خبریالې په وژل کېدو خفګان څرګند کړی او فلسطینیانو ته یې په شریکه د تحقیقاتو تجویز ورکړی او غوښتلي چې هغه ګولۍ چې شیرین ابو عاقله پې لګېدلیي اسرایل ته دې ورکړي.

رویټرز وايي فلسطینیانو د اسرایل خواست رد کړی او د نړیوالو تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده.