شاته

ولسمشرغني دهمزنګ د 'شهیدانو' چوک په نوم ونوموه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د روښنايي غورځنګ پر لاریون‌کوونکو د تیرې ورځې خونړي برید قُربانیانو ته په درناوي او د هغوی د نوم د ژوندي ساتلو په موخه د کابل ښار په لویدیځ کې د دهمزنګ څلور لارې د شهیدانو په چوک نومولی دی.

له ارګ څخه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، چې افغان ولس په افغانستان کې د یو ډیموکراټیک نظام د رامنځ ته کولو لپاره مبارزه کړې او په دې لار کې یې خپل ځانونه قُربان کړي دي.

په دې اعلامیه کې د افغانستان ولسمشر د کابل ښاروالۍ ته لارښونه کړې، چې د دهمزنګ څلور لارې ته د 'شهیدانو چوک' د نوم په ایښودلو کې اقدام وکړي.

تیره ورځ د دهمزنګ په څلور لارې کې د روښنايي غورځنګ لاریون هغه مهال د ځانمرګو بریدونو ښکار شو، چې لاریون‌کوونکي په دې سیمه کې د خیمې په درولو بوخت وو.

په دې برید کې اتیا تنه ووژل شول او څه باندې ۲۳۰ تنه ټپیان شول.

ملي ماتم

افغان حکومت د یکشنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړی او د یوې ورځې لپاره یې د افغانستان بیرغ نیم ځوړند کړی دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې پر لاریون‌کوونکوله برید وروسته دا برید په سختو ټکو وغنده او د دغې پيښې د پلټنې لپاره یې د افغانستان د لوی څارنوال په مشرۍ د یو کمیسیون د جوړولو امر کړی دی.

همداشان ولسمشرغني د دغه برید د قربانیانود درناوي او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږي د څرګندولولپاره نن د یکشنبې ورځ په افغانستان کې ملي ماتم د ورځې په توګه اعلان کړې ده.

د احتجاج پای

تیره شپه شاوخوا دوه نیمې بجې د افغانستان د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مرادعلي مراد او د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال اکرام‌الدین یاور د برید په ځای کې د روشنايي غورځنګ خیمې ته ورغلي وو او ددغه غورځنګ له مشرانو څخه یې د احتجاج د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه.

د دغه غورځنګ یوه مشر داؤد ناجي امریکا غږ ته وویل، احتجاج‌کوونکي د جنرال مراد علي او اکرام‌الدین یاور په غوښتنه، نیمه شپه له سیمې څخه تللي دي.

ټاکل شوې نن د وژل شویو لاریون‌کوونکو د جنازې مراسم د کابل په لویدیځ کې د مزاري په څلور لارې کې ترسره شي.

د روښنايي غورځنګ غړي عتیق جعفري امریکا غږ ته وویل، په پیښه کې د وژل شوو کسانو د جنازې او دعا مراسم ترسره کېږي.