BBC
 شاته

د کابل خونړي بريد د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شوی

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په وينا په پلازمېنه کابل کې د هزاره لږکيو پر لاريون ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۸۰ تنه وژل شوي او ۲۳۰ تنه نور ټپیان دي.

"اسلامي دولت" نومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې او وايي په کابل کې يې د "شيعه ګانو" پر لاريون ځانمرګی بريد کړی دی.

په زرګونو تنه د کابل په دهمزنګ سيمه کې راغونډ شوي وو، چې له ترکمنستانه د سالنګ پر ځای د باميانو له لارې د ۵۵۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا مزو غځولو غوښتنه يې کوله.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت وايي کابل کې پر دغه لاريون بريد کې درې ځانمرګي ښکېل وو، يوزاې يو په دې توانېدلی چې چاودنه وکړي او بل د امنيتي ځواکونو له خوا تر دې وړاندې چې چاودنه وکړي ويشتل شوی دی.

Image copyright GETTY IMAGES

افغان ولسمشر اشرف غني دغه بريد په کلکو ټکو غندلی او پېښه کې د ښکېلو کسانو د نيولو امر يې کړی دی.

نوموړي د وژل شويو کسانو سره د خواخوږۍ په خاطر يوه ورځ په ټول افغانستان کې ملي ماتم اعلان کړی او ګواښ يې کې چې له بريدګرو به "غچ" اخلي.

د پېښې ټپیان د دارالامان په سړک استقلال روغتون ته د پوځیانو په موټرو کې لېږدول شوي.

په سیمه کې د بي بي سي یوه خبریال ویلي، په لاریون کې تر دوو زرو ډېرو کسانو ګډون کړی و.

Image copyright GETTY IMAGES

غبرګونونه:

افغان ولسمشر اشرف دغه بريد په غندلی او ويلي يې دي چې د دغو کسانو د "وينې غچ به د دغه جنايت له عاميلنو" څخه هر چېرې چې وي واخلي.

نوموړي زياته کړې چې د لوی څارنوال په مشرۍ يې د يوه باصلاحيت کميسيون د جوړېدو امر کړی چې د دغې پېښې هره اړخيزه پلټنه وکړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم کابل کې د "روښنايۍ" پر غورځنګ بريد، غندلی دی. نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه پر دغه "مدني خوځښت بريد، غير انساني او غير اسلامي عمل بللی" دی.

بلخوا، د پاکستان حکومت هم کابل کې خونړی برید، ترهګریز عمل بللی او وايي چې د پاکستان حکومت او خلک په برید کې د قرباني شویو له کورنیو سره خپله غمشریکي اعلانوي.

د حکومت له خوا ویناپاڼه کې ویل شوي، حکومت د ترهګرۍ هره بڼه غندي او د دغه ګواښ د جرړو له منځه وړلو لپاره د خپلو هڅو دوام او همکارۍ ته ژمن دی.

Image copyright GETTY IMAGES

همدا ډول افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو غوڅ ماموریت هم کابل کې خونړی برید په کلکه غندلی چې وايي، د دښمن په دې برید کې سوله ییز لاریون په نښه شوی چې لسګونه ولسي وګړي یې وژلي او ګڼ نور ټپیان کړي.

په خپره شوې ویناپاڼه بهرنيو ځواکونو مشر قومندان جنرال جان ډبلیو نیکلسن له خولې ویل شوي "په ننني برید کې له اغېزمنو شویو سره موږ خپله غمشریکي اعلانوو، موږ په کلکو ټکو د افغانستان د سولې د دښمنانو دغه عمل غندو او له خپلو افغان شریکانو او د ملي یووالي حکومت ترڅنګ د دوی ملاتړ ته ټینګ ولاړ یوو".

کابل کې د امریکا سفارت هم په یوه خبرپاڼه کې د سوله ییز لاریون پر مهال د بې ګناه وګړو په منځ کې د لسګونو کسانو وژل په سختو ټکو غندلي.

د سفارت ویناپاڼه کې راغلي، د وژل شویو له کورنیو سره غمشریکي اعلانوي او د ټپیانو لپاره عاجله روغتیا غواړي. سفارت وايي، موږ د هغو افغان شریکانو او ملګرو ملاتړ ته ادامه ورکوو چې هره ورځ افغانستان ته د سولې او امنیت راتلو لپاره هڅې کوي.

بلخوا افغان طالبانو دغه بريد غندلی او وايي په دې بريد کې دوی لاس نه لري.

Image copyright GETTY IMAGES
Image copyright GETTY IMAGES