شاته

د شانګلې د غره ښوېدو د پېښې وروستی جسد په شپږمه ورځ راويستل شوی

د خېبرپښتونخوا د غريیزه ضلعې شانګلې په الپورۍ تحصيل کې چې په 21 جنورۍ غر ښوېدلی او کور يې لاندې کړی، په دغه پېښه کې د ملبې لاندې ګېر شوو راویستلو دپاره پېل کړی شوي عمليات ترسره شوي او وروستی جسد چې د يوې کم عمره ماشومې وو، په شپږمه ورځ راويستل شوی دی.

د شانګلې او سوات ضلعو د ژغورنې ادارې (رېسکيو 1122) ترمخه پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (26 جنورۍ) دغه عمليات ترسره شوي دي.

د ادارې وياند رسول خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، په دغه پېښه کې ټول کسان د خاورو او ګټو د ملبې لاندې ګېر شوي، چې پکې څلور روغ راويستل شوي او شپږ مړه شوي دي.

نوموړي زياته کړه په پېښه کې دوه د غټ عمر نارينه، او څلور ماشومان چې پکې يو هلک او درې جينکۍ شامل دي، مړه شوي دي.

هغه وويل د ملبې څخه د مړو او ژوبلو راويستلو په عملياتو کې د سوات، کوهستان او ملاکنډ نه هم د ژغورنې د ادارې غړو برخه اخستې ده.

په ياده پېښه کې چې د خورشيد نومې تن کور تباه شوي هغه په خپله او د کورنۍ غړي يې پکې مړه شوي، د خورشيد خوريي نويد وي او اې ډيوه ته ويلي وو، ماما يې ضلعې انتظاميې ته څو ځله خواستونه کړي وو چې د هغه کور د غره لاندې دی او د غره د ښوېدو خطره یې ورته په ګوته کړې وه خو ضلعې انتظاميې په دغه اړه کوم ګام نه وو پورته کړی.

خو د شانګلې مرستيال کمشنر ضيا الرحمان بيا ويلي وو، دغه خواست يې د سړکونو قامي ادارې (اېن اېچ اې) سره شريک کړی، او زياتوي اېن اېچ اې ورته ځواب کړی چې دغه سړک لا ادارې نه دی اخستی او بل د دغه سړک په ټېکه باندې د احتساب د قامي ادارې (نېب) کېس هم روان دی.

وي او اې ډيوه د مرستيال کمشنر او د هغه د ویاند سره د تازه مالوماتو ترلاسه کولو په اړه څو ځله د رابطې هڅه کړې خو هغوی ورته ځواب نه دی ويلی.

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان د شانګلې په پېښه د افسوس څرګندونه کړې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​