شاته

له لاریون او اعتراض سره باید څنګه تعامل وشي؟

د اګسټ په ۱۵مه چې طالبان کابل ته دننه شول، تېرجمهوري حکومت ړنګ شو او حکومتي سېستم له پښو وغورځېد، له همدې امله د خلکو اقتصادي او نورې ورځنۍ ستونزې ډېرې شوې. همدې ستونزو او د طالبانو د حکومت له خوا ځینو محدودیتونو خلک سړکونو ته را وایستل او هغوی د لاریونونو او غونډو له لارې د خپلو حقونو او د ستونزو د حل غوښتونکي شول.

په دې خپرونه کې د همدې لاریونونو او اعتراضونو په اړه خبرې کوو چې څه ډول تعامل باید ورسره وشي؟

څه ډول کېدای شي چې دا لاریونونه او اعتراضونه په ښه ډول مدیریت شي چې د ستونزو د حل په برخه کې یې رول مثبت وي؟

د همدې موضوع په اړه د بحث مېلمانه مو د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد بیت الله حمیدي، سیاسي شنونکی نصیر ستانکزی او مدني فعال ظاهر اکبري دي.

د بحث د اورېدو لپاره په لاندې غږیز فاېل کلېک وکړئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:03 0:00