شاته

د اېس ډي اېف ځواکونو د شام په زندان د داعش حمله ختمه کړه

د امریکې په ملاتړ جنګېدوونکو د شام سېیرین ډېموکرېټک فورسز ویلي په الحسکه ښار کې یې هغه زندان بېرته نیولی دی چې د زرګونو په شمېره کې د داعش وسله وال پکې قید دي.

اېس ډي اېف ویلي په السنا زندان تر 200 پورې د داعش وسله والو د زیارت، چهارشنبې، په ورځ حمله شروع کړې وه.

اېس ډي اېف ویلي د زندان په سره جګړه کې د داعش 250 وسله وال او د اېس ډي اېف 30 عسکر وژل شوي دي.

اېس ډي اېف ځواکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې زندان یې په مکمل توګه په خپله ولکه کې بېرته واخیستلو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د الحسکه په عارضي زندان کې د داعش قریباً 4000 وسله وال او تر اتوو سو پورې د دوی بچي بند دي.

د اېس ډي اېف ترجمان فرهاد شامي وویل د ټوېټر دلارې وویل چې په زندان حمله پس له هغې ختمه شوه چې حمله کوونکي تسلیم شول او د زندان هغه 23 کار کوونکي ازاد کړی شول چې وسله والو یرغمل کړي وو.

شامي وویل تر 1000 پورې قیدیان بیرته تسلیم شول او یا د تښتېدو په مهال ونیول شوو.

شامي وویل د لومړۍ اندازې ترمخه 250 د داعش وسله وال وژل شوي دي. هغه وویل زندان د بیان نیولو دپاره جګړه کې د اېس ډي اېف 30 عسکر هم وژل شوي دي.

د اېس ډي اېف ترمخه قریباً 200 د داعش وسله والو د زیارت، پنجشبې، په ورځ د موټر بم چاودنې وروسته د الحسکه په زندان حمله شروع کړې وه.