شاته

امریکا د افغانستان څخه د ایستل شويو افغانانو د لیږد لړۍ چټکوي

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو یایډن حکومت داسې پلان تر لاس لاندې لري چې له قطر څخه امریکا ته د زرګونو افغانانو د لیږدولو لړۍ چټکه کړي.

ددې پلان له مخې به هغه افغانان چې په قطر کې د امریکا په پوځي اډې ته رسیږي د ۳۰ ورځو په ترڅ کې یې د مهاجرت پروسه بشپړه او امریکا ته انتقال شي.

د امریکا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه څه دپاسه ۷۶زره افغانان د متحدینو د ښه راغلاست عملیاتو له لارې د امریکا متحده ایالاتو ته انتقال شوي دي.

شاوخوا ۲۵۰۰ کسان نور په نورو هیوادونو کې لیږدولږ ته منتظر دي. په عمومي توګه ددې پلان له مخې به هره میاشت تر ۲۰۰۰پوري افغانان متحده ایالاتو ته انتقال کړای شي.

همداشان د ښاغلي بایډن اداره نه یواځې د افغانانو لپاره بلکې د ټولو مهاجرو د ۹۰ ورځو څخه تر ۱۲۰ ورځو پورې د هغوی د مهاجرت د پروسې په چټکولو فکر کوي.

د لوتران په نامه د مهاجرو او پناه غوښتونکو د خدماتو اداره چې د امریکا د مهاجرت یو سازمان دي وايي چې تر اوسه توړانیدلی چې ۸۰۰۰ افغانانو ته خدمت وکړي. ددې ادارې رئیس په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ولسمشر بایډن اداره د مهاجرت پروسه چټکوي چې متحدین او د خطر سره مخامخ افغانان په امن کړای شي.

امریکا د اګست په وروستیو کې له افغانستان څخه د انتقال ماموریت بشپړ کړ، امریکايي‌ چارواکي وايي چې د اګست او سپتمبر په میاشتو کې یې څه باندې ۱۰۰زره افغانان له هېواد څخه اېستل شوي‌دي. په دوی کې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان او همکاران، د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ غړي، کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او نور شامل دي.

چارواکي وايی تر دې دمه لسګونه زره افغانانو په امریکا کې خپل نوی ژوند پیل کړی دی، خو یو شمېر نوي راغلي مهاجر شکایت لري چې د کور او دندې په پیدا کولو او د ژوند په ځینو نورو برخو کې له ستونزو سره مخامخ دي.