شاته

په امریکا کې د افغانستان د سفارت بانکي حسابونه تعلیق شوي

د افغانستان د پخواني حکومت دپلوماتان چې لا هم په امریکا کې خپلو وظیفو ته دوام ورکوي، د یوې نوې ستونزې سره لاس او ګریوان دي؛ د هغوی رسمي بانکي حسابونه تعلیق شوي دي.

دوو لوړپوړو افغان دپلوماتانو چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي امریکاغږ ته وویل چې په امریکا کې د افغانستان د سفارت او دوو کونسلګریو بانکي خسابونه په "سیټی‌بانک" کې د یوې میاشتې راهیسې تعلیق شوي دي.

پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په متحده ایالاتو کې ددې هیواد دپلوماتیک ماموریت له کابل څخه هیڅ پیسې ندي ترلاسه کړي او تر اوسه یې یواځې د کنسلي خدماتو او محصول له لارې چاره کړې ده.

د افغانستان په کونسلګریو کې سپین او نوي پاسپورتونه نشته او اوسمهال یواځې زاړه پاسپورتونه تمدیدیږي.

څرنګه چې د افغانستان د پاسپورتونو د تمدیدولو محصول نور په متحده ایالاتو کې د سفارت او قونسلګریو په رسمي بانکي حسابونو کې نه تادیه کیږي، د سفارت پاته کارکوونکي د پیسو سپینې حوالې په خپلو بانکي حسابونو کې اچوي او د هرې میاشتې په پای کې سره راټولیږي او د عوایدو حساب کتاب کوي.

یو افغان دپلومات د امریکا غږ ته وویل چې په واسنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت پدې اړه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سره بحث پیل کړی، خو د هغه په وینا تر اوسه کوم پرمختګ ندی شوی. دغه افغان دپلومات زیاته کړه چې امریکایي مقاماتو افغان دپلوماتانو ته ویلي چې دا بحث باید عام او رسنیز نشي.

اوسمهال شاوخوا ۹۰تنه افغان دپلوماتان چې د افغانستان د پخواني حکومت له لورې په دندو ګمارل شوي وو په متحده ایالاتو کې د افغانستان په سفارت او دوو کونسلګریو او په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مقر کې ددې هیواد په دایمي استازولۍ کې پاته دي.

یو بل افغان دپلومات امریکاغږ ته وویل چې د بانکي حسابونو تعلیق د معاشونو د ورکړې، د کورونو کرایې، د کارکوونکو روغتیایي بیمې په ګدون د افغانستان د دپلوماتیکو استازولیو مالي چارې اغیزمنې کړې دي.

د متحده یاالاتو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت او کونسلګریو د بانکې حسابونود تعلیق په اړه د امریکاغږ پوښتنې ته مشنص ځواب ونه وایه او د سیټي باک ویاند هم پدې اړه له تبصرې ډډه وکړه.

د افغانستان سفارت ته تیلیفوني تماسونه اوس مستقیماً اتوماتیک ځواب ته ځي او همداشان هغه کارکوونکي چې دننه په امریکا کې ګمارل شوي وو ګوښه کړای شوي دي. دپلوماتان وایي چې په تیرو دوو میاشتو کې یې معاشونه ندي ترلاسه کړي او په رضاکارانه توګه کله ناکله خپلو دندو ته حاضریږي.

په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت په ټوله نړۍ کې د افغانستان د سفارتونو په څیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره د کار کولو ډډه کړې او افغان دپلوماتان د افغانستان پخواني حکومت ته په اشارې وایي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت استازیتوب کوي.

د طالبانو د ډلې د پرله پسې ټینګار او هڅې سره سره تر اوسه د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی، حتی پاکستان، عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان چې د ۱۹۹۶ – تر ۲۰۰۱ کال پورې یواځنې درې هیوادونه وو چې د طالبانو پخوانی رژیم یې په رسمیت پیژاند، هغوی هم تر اوسه په رسمیت ندي پیژندلي.

دوو افغان دپلوماتانو د امریکاغږ ته ویلي چې لږ تر لږه درې دپلوماتانو چې په واسنګټن ډي سي کې د افغانستان په سفارت کې یې کار کاوه کاناډا کې پناه غوښتې او ددغو دوو دپلوماتانو په وینا نور افغان دپلوماتان هم د اوږدمهال لپاره د بل انتخاب په لټه کې دي.