شاته

ګوتېرش: افغانستان په نري تار کې ځوړند دی؛ اته میلیارد ډالرو ته اړتیا ده 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌ انتوني‌ ګوتېرش وايي چې افغانستان په یو نري تار پورې ځوړند دی، میلیونونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي،‌ تعلیمي او اجتماعي خدمات د سقوط په حال کې دي او د نقدو پېسو کموالي د اړمنو خلکو لاسنیوی محدود کړی دی.

ښاغلي ګوتېرش نن چهارشنبه جنوري ۲۶ (سلواغه شپږمه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل: « موږ باید هغه اصول او شرایط وځنډو چې نه یوازې د افغانستان اقتصاد بلکې زموږ د ژوند ژغورنې عملیات هم محدودوي. اوس چې د سخت ضرورت وخت دی، باید دغو اصولو ته له سره کتنه وشي.»

نوموړي یو ځل بیا په ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د ټولو ضروري بشري فعالیتونو لپاره دې د پېسو د انتقال را انتقال عمومي جوازونه صادر کړي.

هغه وویل: «ضرورت دی چې ادارو او مالي شریکانو ته حقوقي ډاډ ورکړو چې د بندیزونو د ماتولو له ویرې پرته د بشري چارو له کارکوونکو سره کار وکړي.»

د اګست په ۱۵ کابل کې د طالبانو تر بیا واکمن کېدو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان ۹.۵ میلیارد ډالر شمتمنۍ ګنګل کړې او ورسره له افغانستان سره د نړیوالو مرستې هم بندې شوې.

ښاغلي ګوتېرش وویل: «موږ باید د نقدو پېسو په زیاتوالي سره د افغانستان اقتصاد په حرکت راولو. موږ باید اقتصاد ګړنګ ته له غورځېدو را وګرځوو. دا په دې مانا ده چې ګنګل شویو شمتیو د پرېښودو لارې چارې وموندل شي او د افغانستان له مرکزي بانک سره بیا تعامل پیل شي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي دیبورا لاینز هم د افغانستان د روان وضعیت په اړه د امنیت شورا ته راپور وړاندې کړ.

میرمن دیبورا په خپلو خبرو کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال تر پای پورې یې ۱۸ میلیون افغانانو ته حیاتي مرستې رسول شوي‌ دي، وايي‌ ۱۰ میلیون خلکو ته خوراکي مواد او ۱.۵ میلیون نورو ته صحي خدمتونه وړاندې شوي دي.

نوموړې همدغه راز په راپور کې له افغانستان سره په بشري مرستو ټېنګار وکړ او د نړیوالې ټولنې څخه یې مننه وکړه چې په سختو حالاتو کې له افغانانو سره مرستې کوي.

د انتقالي‌ تعامل کاري‌ چوکاټ

په یو بل اقدام کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې په ۲۰۲۲ کې له افغانانو سره د مرستو لپاره «انتقالي تعامل کاري چوکاټ» پرانسیتی دی.

د «انتقالي تعامل کاري چوکاټ» د یو ستراتیژیک پلان سند دی چې د افغانانو د کړاوونو د کمولو، د تعلیم او روغتیا په ګډون د حیاتي خدمتونو او ټولنیزو سیستمونو د ثابت ساتلو لپاره د ملګرو ملتونو د ډلې کار تنظیم او هماهنګ کوي.

د افغانستان لپاره د بشري مرستو تنظیمونکي ډاکټر رامیز الاکبروف په دې اړه وویل: « د ملګرو ملتونو د سیستم پراخه تګلاره به د دې ضمانت وکړي چې افغانان خپل اساسي بشري ضرورتونه ترلاسه کولای شي؛ په دې باندې عمل تر بل هر وخت اوس ډېر مهم دی، ځکه چې د افغانستان د نفوس لویه برخه د ژوند ژغورنې بشري مرستو ته اړتیا لري. دا اوس ځکه مهم دی چې په سخت ژمي کې میلیونونه انسانان کړیږي او موږ له نړیوالې ټولنې مننه کوو چې له افغانانو سره یې مرستې چټکې کړې.»

د ملګرو ملتونو د دغه کاري چوکاټ لپاره اته میلیارد ډالر ضرورت دی او ملګرو ملتونو وار د مخه د ۴.۴۴ میلیارد ډالرو د مرستو غوښتنه کړې ده. ملګري ملتونه وايي دوی پلان لري چې په ۲۰۲۲ کې د افغانستان څه باندې ۲۲ میلیون نفوس ته حیاتي‌ بشري مرستې ورسوي.

په دې سربېره، ملګري ملتونه د روغتیا، تعلیم او نورو ټولنیزو سیستمونو د ساتلو لپاره ۳.۶ میلیارد نور ډالر هم غواړي.

اروپايي ټولنې تر دې دمه له افغانستان سره د ۳.۲ میلیونه ډالرو، د امریکا متحده ایالتونو ۳.۸ میلیون ډالرو مرستې کړې دي. همدغه راز کاناډا، استرالیا، جرمني، جاپان، ډنمارک، سویډن،‌ ناروې، هالنډ او د کوریا جمهوریت هم له افغانستان سره خپلې مرستې روانې ساتلي دي.

په همدې حال کې د اسیا پراختیايي بانک هم له افغانستان سره ۴۰۵میلیونه امریکايي ډالره بشري مرسته تصویب کړه.