شاته

د افغانستان په بشري وضعیت د امنیت شورا غونډه کوي

ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرالاینز او د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکین هویتفیلت د چهارشنبې په ماښام جنورۍ ۲۶ (سلواغې ۶) د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بشري وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په درشل کې د افغانستان لپاره د «انتقالي تعامل چوکاټ» اعلان کړ چې د افغانانو ژوند وژغورل شي، خدمات دوام وکړي او ټولنیز سیستم خوندي شي.

د ناروې صدراعظم جانز سټویر د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۲۵ په نیویارک کې په یو خبري کنفرانس کې اوسلو ته د طالبانو د حکومت د پلاوي د سفر په اړه وویل، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د پلاوي سره ډیرې جدي او څرګندې خبرې شوي دي.

د ناروې صدراعظم وویل دا د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو اقدام نه و بلکې هغوی ته د نړیوالې ټولنې د توقعاتو په اړه پیغام رسول وو: "... زه باور لرم دا د هغوی لپاره چې په افغانستان کې واک په لاس کې لري د حساب ورکونې د ممکنولو لپاره یو معیار دی".

د ښاغلي متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت پلاوي ناروې ته خپل رسمي سفر د لاس ته راوړنو ډک بللی او هیله یې ښودلې، چې په اوسلو کې د نړیوالې ټولنې له استازو سره شوې خبرې به افغانستان سره د بشري مرستو په جلبولو کې مرسته وکړي.

دغه پلاوي هلته د مدني‌ ټولنو له یو شمېر استازو سره هم لیدلي او په همدې حال کې په ناروې کې د طالبانو په ضد مظاهره هم شوې وه. د مدني ټولنو یو شمېر استازو د طالبانو حکومت له ښځو سره په بد چلند تورن کړی او ویلي دي‌ چې د بشر او ښځو حقونو ته درناوی نه کوي.

په دغو خبرو کې له ښاغلي متقي څخه د دو افغان مېرمنو د خوشې کېدو غوښتنه هم شوې ده، راپورونه وايي چې دا مېرمنې تېره اونۍ په کابل کې د اجباري حجاب په ضد له مظاهرې وروسته نیول شوې دي.

د سیاسي کارپوهانو نظرونه

د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان وایي، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا غړي به د افغانستان د وضعیت د ارزولو پر مهال تر ډیره د دغه هیواد بشري وضعیت ته بیا کتنه وکړي او افغانانو سره د مرستو پر زیاتیدو به هم ټینګار وکړي.

د سیاسي چارو یو کارپوه اسدالله زایري وویل چې د ملکروملتونو "دا غونډه د افغانستان لپاره د اهمیت وړ غونډه ده. لومړی دا ښيي، چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه لا همداسې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د کومو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره، چې خلک په دغه هیواد کې لاس او ګریوان دي له پامه نه دې غورځولي".

د سیاسي علومو یو استاد رامش سالمي وايي، چې دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې د اوکراین حالاتو نړۍ ته نوې اندیښئنې پیدا کړي دي.
هغه وویل: "افغانستان کې د بشري حقونو مسله یوه د هغو مسلو څخه ده، چې ملګروملتونه یې په اړه اندیښنې لري. د بلې خوا پراخ ګډون افغانستان کې د بشري حقونو د ټولنو او د افغانستان په قضیه کې د ښکیلو هیوادونو یوه مهمه غوښتنه ده". ښاغلي سالمي وايي، فکر کوي په نننۍ غونډه کې به په افغانستان کې د بشري ناروین د مخنیوي په اړه د خبرو ترڅنګ په نظام کې د ټولو قومونو د سیاسي ګډون په اړه هم خبرې وشي.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي له وړانډې د ټول شموله حکومت په اړه ویلي چې اوسنې حکومت ټولشموله دی، خو هڅه کوي، چې حکومت نور هم ټول شموله شي.

په نیویارک کې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو امنیت شورا په داسې حال کې غونډه کوي، چې نن د چهارشنبې په ورځ کابل کې په لسګونو ښځو د افغانستان بانک د شتمنیو او هم د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره مظاهرې کړې دي.