شاته

د بايډن د يو کال په صدارت کې په مهمو موضاعاتو کې يوکرېن هم  شامل وو

د امريکې صدر جوبايډن د خپل صدارت په يو کال پوره کېدو منلي دي چې د صدارت لومړی کال يې د روس او يوکرېن د تاو تريخوالي، کرونا وبا او پرمختګ د چېلنجونو سره مخ وو.

جوبايډن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (19) په سپينه ماڼۍ کې د صدارت په کال پوره کېدو د خبري غونډې پېل د خپلې انتظاميې د یو کال لاس ته راوړنو د يادولو څخه وکړو. خو کله چې د هغه نه پوښتنې وشوې نو د زياترو تعلق د روس او يوکرېن په پوله د پوځي ځواکونو په ځای کولو په اړه وې.

بايډن وويل، هغه يقين نه لري چې د روس صدر ولاديمير پيوټن د يوکرېن سره په غټه کچه جګړه غواړي.

نوموړي وویل، زه يقيني نه يم چې هغه څه کوي، خو زما اندازه ده چې هغه به مخکې لاړ شي.

خو بايډن خبرداری ورکړی، که پيوټن پوځي اقدام کوي، سخت ګران به ورته پرېووځي.

بايډن د روس او يوکرېن په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې له دې دغې څو ساعته وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د يوکرېن سفر کړی دی.

بايډن ویلي، د روس د صدر سره ملاقات هم امکان لري.

د امریکا صدر وويل، زه چې په څه فکرمندي لرم هغه دا ده چې دا مسله د لاسه وتلی شي، په اسانه د لاسه وتلی شي ځکه چې يوکرېن نورې پولې لري او روس څه کولی شی که نه شي کولی،

بايډن زياته کړه، هيله لرم چې ولاديمير پيوټن پوهه دی چې هغه د ايټمي جګړې د کموت سره مخ دی او هغه په دې ځای نه دی ولاړ چې په نړۍ واکمني وکړي.

نوموړي په ملک کې په يو کال کې د خپل صدارت کاميابۍ يادې کړې چې امريکايانو ته په زیاته شمېره کې د کرونا ضد ويکسين لګول شوي او د هغې سره يې د خلکو بې روزګاري هم راکمه کړې ده.

بايډن ويلي، د کرونا وبا زیاتې معاينې شوي دي، خو زياته کړې يې ده چې په دغه لړ کې نور کار هم کوي.

د شورو په ورځ په امريکا کې اعلان شوی چې خلک کولی شي چې په کور دننه د کرونا ويړيا معاينه وکړي.

د جوبايډن خبري غونډه په داسې حال کې شوې ده چې د نوموړي د ايجنډې دوه برخې په کانګرس کې نښتې دي، او کرونا وبا اوس هم پنجې ښخې کړي او تاوان يې اړولی دی. او د افغانستان څخه د ځواکونو ويستلو وروسته په نظر پوښتنو کې د نوموړي په اړه د خلکو رايې راټيټه شوې ده. د امریکې کوينيفينک پوهنتون تېره اوونۍ په خپله نظر پوښتنه کې ويلي، چې د هغه د مقبوليت شرح چې په 40فيصده ولاړه وه، 33 فيصده ته راټيټه شوې ده.

ويل شوي د صدر د مقبوليت شرح د کرونا وبا له امله راټيټه شوې ده د کومې وبا چې درېم کال دی، باوجود د دې چې د امریکا انتظاميې د وبا پرضد د ويکسينو پوره کمپاين چلولی دی، خو د صحت د چارو کارپوهان بيا هم نیوکې کوي چې د کرونا د ډېلټا او اومېکرون ډولونو د راتلو وروسته پوره ګامونه نه دي پورته کړی شوي.

که څه هم بايډن د کانګرس د لارې په ملک کې د بنيادي ډهانچې دپاره د يو ټريلين ډالرو پېکج وړاندې کړی، او هڅه کوي چې د ټولنيز تحفظ دپاره د يو اعشاريه اته ټريلينه ډالرو د پېکج منظوري ترلاسه کړي خو په کانګرس کې د دې مخالفت کيږي او د هغه د خپل ګوند غړي جومېنچن په سېنېټ کې خپله رایې د هغه پرضد کارولې ده.

رويټرز ويلي، سپينه ماڼۍ تياری کوي چې د دغه منظورۍ دپاره ماشومان د ټېکس څخه بهر کړي، او تنخا اخستونکو ته د رخصتۍ په وخت پوره تنخا ورکړی شي، او د دغه لارې د مېنچن ملاتړ ترلاسه کړي.

(په خبر کې ځينې مالومات د اېسوسي اېټ پرېس، رويټرز او اې اېف پي څخه اخستل شوي دي).