شاته

پخوا يرغمل شوی امريکايي په ایران کې د مغربي قیدیانو د ازادۍ غوښتنه کوي

په ايران کې پخوا يرغمل شوي امريکايي قيدي بيري روزن وايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ به د اسټريا سرښار ويانا کې د هغه هوټل مخ ته د لوږې احتجاج پيل کړي چېرته چې امريکا او ايران د ایران د اېټمي معاهدې په اړه خبرې کوي.

احتجاج کوونکی غوښتنه کوي چې په ايران کې بندي خلک دې ازاد کړل شي.

روزن وايي په ايران کې قيد امريکایان او د مغربي ملکونو ايران نژاد شهريان چې په ايراني جېلونو کې دي ازادول دې هم ایران سره د لوظنامې برخه جوړه کړل شي. امريکايي او ايراني چارواکي د کال 2015 د ايټمي لوظنامې د بيا په ځای کولو د پاره په ويانا کې غونډې لري چې تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه نېغ په نېغه خبرې نه دي شوي.

د امريکا او ايران ترمنځ د قيديانو مسله د څو مياشتو نه د ځنډ ښکار ده او روزن وايي باوري دی احتجاج به يې د بنديانو په اړه ښې نتيجې ولري.

دغه 77 کلن امريکايي په هغه 52 امريکايانو کې و چې په کال 1979 کې د ايران د اسلامي انقلاب په وخت په تهران کې د امريکا د سفارت د قبضې په وخت انقلابيانو يرغمل کړي وو.

د روزن د لوږې احتجاج د هغه په ايران کې د ازادۍ 41 م کليزه هم رايادوي کله چې په 20 د جنورۍ کال 1980 کې په تهران کې سره د نورو بندي امريکايانو ازاد کړل شو.

دا احتجاج د نزدې يو درځن هغه ايراني نژاد غربي شهريانو د پاره کيږي چې څلور پکې امريکايي هم دي څوک چې لا خو په جېلونو کې دي او لا ورته د ايران نه وتلو اجازت نشته.

امريکا ګڼي دا بنديان په دروغه د ايران د امنيت د خلاف ورزۍ په تور ګېر کړل شوي او تهران يې د غرب سره د سفارتي تعلقاتو د ښه کولو د پاره د لين دين توګه استعمالوي.

خو ايران وايي کوم خلک چې د دوو هېوادونو شهريت لري او دوی يې ازادوي نو د داسې لوظنامې برخه دې جوړ کړل شي چې امريکا هم هغه نيول شوي ايرانيان بايد خوشي کړي چې د امريکايي بندېزونو په خلاف ورزۍ تورن دي.

د قيديانو په اړه تېر کال په ډسمبر کې د امريکا د وزارت خارجه يو لوړ پوړي چارواکي ويلي وو ولسمشر بايډن به د ايران سره د ايټمي پروګرام په سر روانو خبرو کې د بنديانو ازادول کوم حتمي شرط نه ږدي.

هغه وايي “زمونږ نظر دا دی چې که د لوظنامې بيا په ځای کول کيږي او که نه خو د بنديانو د ازادۍ غوښتنه په هر حال کې پوره کېدل پکار دي”.

د ايران د تېر حکومت وياند تېره مياشت ويلي چې تهران تيار دی د بشري حقونو په ترڅ کې د بنديانو په ازادولو خبرې وکړي خو هغه ايرانيان دې هم ازاد کړل شي چې لا امريکا نيولي او لا يې د امريکا په وينا په نورو هېوادونو کې نيولي دي.