شاته

امریکا: تاجیکستان او اوزبیکستان ته انتقال شوې الوتکې طالبانو ته نه سپارل کیږي

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې تاجکستان او ازبکستان ته وړل شوې الوتکې طالبانو ته نه ورکول کېږي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۱۸ امریکا غږ ته وویل چې ددغو الوتکو د برخلیک په اړه سلا مشورې روانې دي.

د طالبانو د دفاع وزیر څه موده مخکې ګاونډیوهېوادونو ته خبرداری ورکړی و چې ژر تر ژره دې د افغانستان د پخواني پوځ الوتکې ورسپاري. د چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې طالبان ددغو الوتکو د ساتلو وړتیا نه لري.

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د هغو الوتکو د برخلیک په اړه سلا مشورې روانې دي چې د افغانستان د پوځ د پخوانیو پېلوټانو لخوا تاجیکستان او ازبیکستان ته وړل شوي دي.

جان کربي وویل: «موږ ددغو الوتکو د وضعیت په اړه کار کوو. ددې کار د ترسره کېدو لپاره اوس زه تاسو ته کوم تازهمعلومات نه لرم. داسې وګڼئ چې دا الوتکې به افغانستان ته ددې لپاره چې طالبان یې وکاروي، ونه لېږل شي. »

د اګست په پنځلسمه کابل ته د طالبانو له ننوتو سره سم، د افغانستان د پخواني پوځ پېلوټانو د خپل ځان او د خپلو کورنیو د خوندیتوبلپاره د جنګي الوتکو او بلک هاک هلېکوپترو په شمول ۴۰ الوتکې تاجکستان او ازبکستان ته وړې دي.

دا چې دغه الوتکې به په یادو هېوادونو کې ساتل کېږي یا کوم بل موقعیت ته انتقالېږي، د امریکا حکومت پدې اړه تراوسه کومه پرېکړه ندهکړې. ډیری دغه الوتکې د امریکا لخوا د افغانستان پوځ ته ورکړل شوې وې.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب تېره اونۍ په کابل کې د هوايي قواوو یوې غونډې ته وویل

چې ګاونډي هېوادونه دې د طالبانو حوصله نه آزمايي او الوتکې دې وروسپاري.

يقوب:«زه په درناوي غږ کوم [پر ازبکستان او تاجکستان] چې زموږ حوصله دې نه آزمايي او موږ دې متقابل اقدام ته نهاړباسي.»

د جمهوري نظام له نسکورېدو مخکې، د افغانستان پوځ څه باندې ۱۶۴ بېلابېلې الوتکې لرلې. د افغان رسنیو د رئپوټونو له مخې، اوس څهناڅه ۸۱ الوتکې د طالبانو په واک کې دي.

د منځني ختیځ د انسټېټوټ جګپوړی غړی ډاکټر ماروین واینبام پدې نظر دی چې تاجکستان او ازبکستان به د خپلو ملي ګټو په رڼا کې دالوتکو په اړه پرېکړه وکړي.

د وینبام په وینا: «که ګاونډي هېوادونه دا کار وکړي نو دا به د امریکا لپاره یو ښه انکشاف نه وي. مهمه مسله داده چېامریکا پر دغو هېوادونو زیات نفوذ نه لري. دغه هېوادونه به هغه څه وکړي چې ګټي یې مني.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال محمد نذیر احمدزی وايي چې د الوتکو د فعاله ساتلو لپاره مسلکي کسانو ته اړتیا شته چېاوس له وطن څخه وتلي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار د خپل یو تازه راپور ځینې غیرمحرم جزئیات خپاره کړي دي. سیګار د۲۰۲۱ کال په پیل کې خبرداری ورکړی و چې د امریکا له همکارۍ او د پوځیانو له روزلو پرته به د افغانستان هوايي قوا له منځه ولاړه شي.