شاته

بلینکن: روسیه دوه انتخابه لري، خبرې او دپلوماسي یا تقابل او عواقب یې

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په اوکراین باندې د روسیې د احتمالي یرغل د بدو عواقبو او د دغه کار د مخنیوي په اړه تازه څرګندونې کړي دي.

ښاغلي بلینکن نن چهارشنبه جنوري 19 (مرغومې29 اوکراین ته ورسېد او په مرکز کېف کې یې د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې روسیې ته دوه واضح انتخابونو مخې ته اېښي دي: « یا دپلوماسي او ډیالوک (خبرو)، یا تقابل او عواقب» یې کوي.

ښاغلي بلینکن وویل چې امریکا له روسیې سره دپلوماتیکو روابطو په پراخولو بوخته او «زما هیله دا ده چې روسیه به دپلوماتیکه لاره غوره کړي او دا غوره» لار ده.

روسیې له څو میاشتو راهېسې له اوکراین سره په سرحد کې شاوخوا ۱۰۰زره عسکر دیره کړي دي او لویدیځ فکر کوي چې دا کار به په اوکراین باندې د مسکو نظامي یرغل ته لار پرانیزي. مسکو وايي داسې کوم پلان نلري.

خو ښاغلي بلینکن یو ځل بیا د امریکا خبرداری تکرار کړ که مسکو په اوکراین یرغل وکړي، له جدي عواقبو سره به مخامخ شي.

هغه وویل چې «یوازې موږ، د امریکا متحده ایالتونه نه، بلکې په اروپا کې او د اروپا وراخوا ډېر نور هېوادونه به له دریو لارو څخه قاطع او جدي ځواب» ووايي.

ښاغلي بلینکن د دغو عواقبو په جزیاتو له ډېرو څرګندولو څخه ډډه وکړه، خو عمدي ټکي یې داسې بیان کړل: « لومړی، موږ له خپلو اروپايي ایتلافیانو او ملګرو سره په اقتصادي او مالي بندیزونو، د صادراتونو په کنترول او نورو باندې نژدې او جدي کار کوو، اوس یې په جزیاتو نه غږېږم. دویم عواقب به یې دقیقآ له اوکراین سره نورې دفاعي او پوځي مرستې وي او درېیمه دا چې ناټو به په خپله ختیځه برخه کې خپله دفاع نوره هم قوي کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې انتخاب د روسیې په لاس کې دی خو هغه هیله وښوده چې ولسمشر ولادي میرپوتین به دپلوماتیکه لار غوره کوي.

تېره ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو چارو وزارت وویل چې انتوني بلینکن د اوکراین له ولسمشر سره د خبرو لپاره هغه هېواد ته ځي.

نوموړي ویلي دي چې په اوکراین باندې د روسیې د برید ویرې سیمه بوخته ساتلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ښاغلی بلینکن د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینکسي او د بهرنیو چارو دیمترو کولیبا سره ملاقات کوي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا سفر د اوکراین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه د امریکا د تعهد تازه کول دي. روسیې امریکا او ناټو ته د اوکراین په اړه خپل امنیتي وړاندیزونه سپارلي دي.

په دغو وړاندیزونو کې یو دا هم دی چې ناټو نباید اوکراین ته غړیتوب ورکړي او نباید ناټو د پخواني شوروي اتحاد په غړو هېوادونو کې نظامي اډې ولري. ښاغلي بلینکن د روسیې دا وړاندیزونه رد کړي او ویلي دي خبرې به تر هغو مخکې ولاړې نشي چې د روسیې ټوپک د اوکراین سر په نښه کړی وي.