شاته

هانګ کانګ هغه دوه زره حیوانات وژني چې په کرونا اخته شوي

په هانګ کانګ کې چارواکي وايي ۲۰۰۰ حیوانات، چې موږګان هم په کې شامل دي، وژني.

چارواکي وايي دا پرېکړه یې له هغه وروسته وکړه چې یو شمېر موږګان د کرونا په ویروس اخته شول.

چارواکي زیاتوي‌ چې یو شمېر دا موږګان له هالنډ څخه راوستل شوي وو.

هانګ کانګ همدغه راز د کورنیو موږګانو (Hamster)پلور او د کوچنیو حیواناتو واردات بند کړي دي. چارواکي وايي د یو پلورنځي یو کارکوونکی هم د کرونا ویروس په نوې بڼې «دلتا» اخته شوی دی.

د هانګ کانګ د روغتیا اداره وايي چې هڅه کوي دغه حیوانات د وژلو پر مهال ونه ځوریږي او پروسه یې چټکه اوسي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ناروغیو د وقایې او مخنیوي مرکز وايي چې ښکاري حیواناتو د کرونا ویروس په انتقال کې مهم رول لوبولی دی. خو هانګ کانګ دا خبره رد کړې ده.

د هانګ کانګ د روغتیا وزارت یو چارواکي ایدوین سو ویلي دي چې له حیواناتو څخه د پلورنځي کارکوونکو ته د کرونا انتقال استثنا نشي بللای.

په همدې حال کې له حیواناتو سره د زور زیاتي او مظالمو د مخنیوي ټولنې ویلي دي چې د هانګ کانګ دا اعلان خواشینوونکی دی او باید د حیواناتو تر وژلو مخکې په خپلې دغې پرېکړې له سره کتنه وکړي.