شاته

کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار معید یوسف سفر ځنډېدلی دی

ټاکل شوې وه چې د پاکستان د ملي‌ امنیت سلاکار معید یوسف د یو پلاوي په مشرۍ نن د کابل سفر وکړي، خو ځینې سرچینې وایي په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، په اسلام اباد کې د خراب موسم له کبله د پلاوي سفر ځنډېدلی دی.

په افغانستان کې د واکمنه طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان بلال کريمي وي او اې ډیوه سره د معيد يوسف د کابل د سفر په اړه وويل، " ټاکل شوې ده چې د پاکستان څخه افغانستان ته يو هيئت راشي او دلته په مختلفو موضوعاتو باندې لکه دواړو هېوادونو ترمنځه ډيپلومېټک او سياسي روابط دي او دوه اړخېز تجارت موضوعات دي بشري مسايل، اقتصاد او مهاجرينو ستونزې او دا رنګه ځينو نورو مسايلو باندې به دواړه طرفونه خبرې کوي".

نوموړي زياته کړه چې د دغه دې هيئت په ترکيب کې به څومره کسان وي او دا هيئت به د چا په سرپرستۍ کې وي او څه وخت به راځي دا مالومه نه ده.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د ډېورنډ د کرښې په مسله به خبرې کيږي نو بلال کريمي وويل، "د پولې په صفري نقطو په وروستيو کې ځيني وړې وړې پېښې رامنځته شولې نو دا هغه موضوعات دي چې طبعن په خبرو کې راځي ولې دا ډول توکي په اېجنډا نه دي مشخص".

په پاکستان او افغانستان کې مېشت څيړونکي وايي د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار په مشرۍ د پلاوي د کابل سفر په ډېرو حوالو مهم دی او په دې کې تر ټولو مهمه خبره د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله (ډېورنډ) باندې خبرې دي خو څيړونکي وايي دا ډېره حساسه موضوع ده.

پاکستان د ملي امنیت د سلاکار معيد يوسف په مشرۍ د کابل د سفر ويلي خو نېټه يې نه ده ښودلې، دغه ډول په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم ويلي، هيئت د سفر په کره نېټه مالومات نه لري.

د پاکستان مطبوعاتو ويلي دغه سفر ښايي نن د نهې/ سه شنبې د ورځې نه ټاکل شوی وو، خو ځينې سرچينې وايي په اسلام اباد کې د موسم د خرابوالي له امله تراوسه دا نه ده مالومه چې دا سفر به کله وشي.

په پېښور کې خبريال او څيړونکی عقيل یوسفزی وايي، "ويل کيږي چې په دې سفر کې به معيد يوسف د افغان واکمن طالبانو سره د ډېورنډ په موضوع، د تحریک طالبان پاکستان د جنګيالو په افغانستان کې په موجودګۍ، د ټي ټي پي د پاکستان سره د پټو خبرو او د افغانستان سره د تجارت په موضوع خبرې کوي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، په دغو حوالو "ځکه دغه سفر ډېر مهم دی، خو د هغه په نظر هغه نه ګڼي چې په دغو خبرو کې به ډېورنډ مخې ته راځي ځکه چې په هغې باندې د افغان طالبانو د حکومت د ځينو کسانو بيانونه راغلي دي خو د حکومت ښکاره دريځ يې پرې مخې ته نه دی راغلی. او کېدی شي چې د ازغن تار په اړه پکې خبره وشي".

په افغانستان کې مېشت خبريال او د کابل نيوز مشر، غلام جېلاني ځواک وي او ای ډيوه ته وويل " د معيد يوسف سفر په دوه نقطو ډېر مهم دی يو دا چې څه موده مخکې بلکې د يوې مودې نه راپدېخوا د ډېورنډ په کرښه چې کوم اختلافات دي هغې په افغانستان کې ډېر حساسيتونه راپارولي دي، هغه خوا کې عمران خان چې کومه خبره وکړه هغې دا حساسيتونه له زيات کړل دغه خبره چې مونږه غواړو چې فني کدر افغانستان ته ولېږو نو خلک داسې فکر کوي چې په دې ترتيب پاکستان غواړي چې د افغانستان اقتصاد او ادارې د خپل کنټرول لاندې راولي".

نوموړي زتاته کړه" نو اوس دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په خلکو کې يو خاص حساسيت رامنځ ته شوې نو لازم دا ده چې دغې حساسيت ته ځواب وويلی شي او کومې اندېښنې چې دي د هغې په اړه د افغانستان خلکو ته يقين ورکړل شي ځکه په داسې وخت کې چې د طالبانو حکومت بې د هغې نه په دې متهم/ تورن دی چې پاکستان سره خاصې اړيکې لري نو په داسې وخت کې د پاکستان لخوا داسې څرګندونې کېږي يا د ډيورنډ په کرښه داسې رقم فعاليتونه کېږي چې د افغانستان خلکو کې اندېښنې پېدا کوي نو دا به د دواړو ملکونو په تعلق منقي تاثير وکړي".

په پېښور کې جرنلسټه فرزانه علي وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځه د ډېورنډ پوله کله هم د پولې دواړو غاړو ته پرتو خلکو ته د قبلولو وړ نه ده، ځکه چې د پولې دواړو غاړو ته دا خلک کورنۍ لري.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغې وویل "کله چې په دې پوله پاکستان ازغن تار لګوو نو هغه وخت هم دې ته غبرګون ويل شوی وو، خو د پاکستان د رياست فېصله وه ازغن تار يې ولګوو".

اغلې فرزانه علي وايي "څنګه چې د وړاندینو افغان حکومتونو د ډېورنډ په اړه نظر وو، هغه ګڼي چې طالبان اوس هلته حقيقت دی او حکومت يې دی او هغوی هم د ډېورنډ په اړه هغه سوچ لري کوم چې مخکې وو، ځکه چې هغه افغان دي، هغه امارات اسلامي او طالبان دي خو د ټولو نه مخکې هغه افغان دي، او د ټولو افغانانو دپاره ډېورنډ حساسه مسله ده او وي به، او هغوی په دغې اړه د خپلې خوښې فېصله او حل غواړي او د هغو خوښه ده چې په پوله دومره څيزونه نه دي پکار".

په وروستو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله (ډېورنډ) باندې ځينې پېښې رامنځته شوې، د پاکستان پوځ او په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت يې تاييد کړی وو.

د پاکستان دا دريځ دی چې د افغانستان سره په پوله (ډیورنډ) کرښه ازغن تار ځکه لګوي چې د ترهګرو د تګ راتګ لاره ونیسي خو افغان طالبان د پاکستان د دې دريځ سره اتفاق نه لري.

د ډېورنډ کرښه په کال 1893 کې د برتانيې حکومت او د افغانستان امیر عبدالرحمان ترمینځ په یوه معاهده کې راښکل شوې وه، خو د افغانستان حکومتونو کله هم دا کرښه د نړيوال پولې يا باډر په توګه نه ده منلې خو پاکستان وایې دا يوه عالمي پوله ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.