شاته

دپاکستان دقامي‌ سلامتیا نوې پالیسۍ کې دنصاب موضوع ولې له ولس پټه ساتل شوې؟

دحکومت له خوا دخپورو شوؤ معلوماتو له مخې د ۱۱۰ پاڼو دې پاليسۍ کې د قامي یووالي، اقتصاد، دفاع، داخلي امنیت، بهرنۍ پالیسۍ او بشري امنیت په اړه خبرې شاملې دي.

په دې وروستيو کې دپاکستان حکومت د نیشنل سيکيورټي پاليسۍ يا د ملي امنیت دتګلارې اعلان کړی دی.

دحکومت له خوا دخپورو شوؤ معلوماتو له مخې د ۱۱۰ پاڼو دې پاليسۍ کې د قامي یووالي، اقتصاد، دفاع، داخلي امنیت، بهرنۍ پالیسۍ او بشري امنیت په اړه خبرې شاملې دي.

د حکومت او متعلقه ادارو تر مخه احتساب، د نصاب بيا کتنه او د ګورننس چېلنجونو په شمول د اتلسم ائيني ترميم جاېزه او د ګلګت بلتستان د راتلونکي وخت حېثيت هغه ځانګړې خبرې دي کومې چې به د عام اولس مخې ته نه راوړل کیږي.

مخالفو ګوندونو د پاليسۍ جوړولو په وخت د دوئ رایې نه اخستلو باندې په حکومت سخت ټکونه کړي دي.

څيړونکو هم ددې پاليسۍ په بېلا بېلو اړخونو د سخت غبرګون څرګندونه کړې ده او پوښتنه کوي چې د نصاب په شان موضوع ولې په مخصوصه درجه بندۍ کې اېښودلی شوې ده.

يو سياسي څيړونکی او ليکوال خادم حسېن وايي نېشنل سيکيورټي پاليسۍ باندې غټه نيوکه دا ده چې په دغه ډاکومنټ کې د پوهانو، مدني ټولنې او د سياسي ګوندونو رایې هم نه ده اخستل شوې.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د نصاب جاېزه هم د سيکيورټي پاليسۍ د لاندې دکلاسيفاېډ یا پټې ساتلو په ځائ پکار ده چې په دې د تندروۍ او ترهګرۍ ځپلو خلکو سره مشوره وشي او په دې لړ کې يوه واضحه او ښکاره بيانيه جوړه شي.

دهغه په وینا "پکار ده چې په ميډيا کې د تندروۍ دبيانيې بدلولو هڅې د پاليسۍ په توګه وشي. دا د هغه تعليمي نظام د لارې هم کېدی شي چې هغه صوبايي کچه باندې وي او د اتلسم ائيني ترميم تر مخه په صوبايي اختيار کې وي. پکار ده چې صوبو ته دا حق وي چې د يو خاص معيار په کچه نصاب او د نصاب پاليسي جوړه کړی شي"


ښاغلی خادم حسېن زياتوي مرکزي حکومت دا هر څه غېر ائېني کوي او په اتلسم ائيني ترميم باندې دا ګزارونه د ډېرې مودې راهسې روان دي.

څيړونکی او پخوانی سېنېټر افراسياب خټک هم وايي هر څو که تعليم او نصاب د اتلسم ائيني ترميم لاندې د صوبو اختيار دی خو په دې هکله فېصلې مرکز کوي او دا يو غېر ائيني عمل دی.

هغه وايي څنګه چې حکومت د قامي سلامتيا پاليسۍ په مهال د نصاب جاېزه هم پټه يا کلاسيفاېډ ساتلې ده. دا ښکاره کوي چې دوئ نصاب کې اصلاح نه غواړي. دې کې طالب سوچ اچول غواړي او چې کله د دې دنتيجې راوتلو وخت راشي نو دوئ به هر څه ښکاره کړي.

ښاغلی خټک وایي "دلته کې دوئ په نصاب کې ګوتې وهي او ښکاري داسې چې نصاب کې دوئ اصلاح نه کوي او د طالب سوچ په نصاب کې نور هم شاملوي"

دهغه په وینا "دا ښکاره ده چې دوي د ائين سرغړونه کوي او ددې دفاع کول د دوئ لپاره ګرانه ده. دا خپله ولقه کې ساتل غواړي. څنګه چې به دوئ ویل چې افغانستان کې مونږ د طالبانو سره ملګري نه يو خو چې کله يې طالبان په افغانستان ورواچول نو دا ټولې خبرې يې په ډاګه کړې.هم دغه رنګ چې دوئ د يو قامي نصاب په نوم باندې به چې نصاب کې کوم بدلون راولي او د طالبانو سوچ د پاکستان په نصاب کې ګډوي نو چې کله يې وروستۍ مرحله راشي نو خلک به د انجام عمل سره مخ کړي او وايي به دا نصاب و خو اوس يې د خلکو نه پټ ساتي"

د پېښور پوهنتون د پيس اېنډ کنفلکټ سټډيز د څانګې يو استاذ پروفېسر ډاکټر جميل احمد وايي داسې قسمه څيزونه د خلکو نه د پټ ساتلو په ځائ په دې صلاح او مشوره پکار ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"يقيني خبره ده چې تعليمي نظام بهتري غواړي، د خپلې صوبې په کچه او د کلتور او تاريخ په رڼا کې به هره صوبه او د هغې قامونه خپل مقامي نصاب جوړوي. په دې لړ کې په دې قامي سلامتيا پاليسۍ کې چې کوم څيزونه کلاسيفاېډ شوي يا پټ ساتلی شوي دي چې کله هغه مخې ته راشي نو په هغې به بحث کيږي او که مخالف ګوندونه ددې د ښکاره کولو غوښتنه کوي نو هغوي به په حقه وي"

سياسي څيړونکي وايي د پاکستان د قامي سلامتيا پاليسي که هر کله جوړه شي دا به پټه نه پاتې کيږي. پکار ده هغه امور چې صوبې او د هغې خلک پرې د فېصلې کولو ائيني حق لري او هغه د قامي سلامتيا سره تړون لري په هغې کې د صوبو سره صلاح او مشوره وشي او د هغوي د صلاح او مشورې په رڼا کې دې دغه پاليسي جوړه کړی شي.