شاته

دمخالفو سیاستمدارانو نیوکه:عمران خان دمذهب نوم سیاست لپاره کاروي

پاکستان کې حکومت مخالفه سياستمدران تورلګوي چې وزير اعظم عمران د خپلو معاشي او انتظامي ناکامیو نه دخلکو پام اړولو لپاره دمذهب نوم کارول غواړي .

څيړونکي د مخالفو ګوندونو دغه تورونه پځائ بولي او وايي دملکي انتخابي قانون په اساس هم مذهب د سياسي او انتخابي ګټو لپاره نه شي کارول کیدای.

د وزير اعظم عمران خان لخوا ليکل شوي "دمدینه رياست روح او دپاکستاني ټولني بيا جوړښت" په سر خط مضمون ته غبر ګون کې په قامي اسمبلى کې د مخالفو ډلو مشر شهباز شريف په عمران خان سختې نيوکې کړې دي.

وړاندې نه وزير اعظم عمران خان پاکستان کې هم د مدينې د رياست دنظام پځائ کولو خبرې کوي.

د خپل ټويټ د لارې شهباز شريف تور لګولى چې وزير اعظم دخپل بدتره معاشي او انتظامي ناکامیو نه پام اړولو لپاره مذهب نوم کارول غواړي.

له دې وړاندې دبل ستر حکومت مخالفه ګوند پاکستان پيپلز پارتۍ مشر بلاول بوټو هم وزير اعظم عمران خان باندې تور لګولی ؤ چې دخپل سیاست لپاره دمذهب دنوم نه استفاده کوي.

څيړونکى امتياز عالم د مخالفه سياستمدارانو دغه الزامونه پځائ اؤ وایي پاکستاني حکمرانان چې کله هم کمزوري شي نو د مذهب کارډ لوبوي خو عمران خان بيا په دې معامله کې ډير مخکې لاړو او د ګنګسي ښکار هم دى.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وويل د عمران خان دې نه لویې تضاد به بل څه وي چى يو اړخ ته هغه د پخواني پوځي امر جنرال ايوب د واکمنۍ نه متاثره دى دکوم دور بنياد چې دامتياز عالم په خبره په لالچ ايښودل شوى ؤ او د ټول پاکستان سرمايه ديو څو کورنيو ملکيت ؤ نو بل اړخ ته هغه د مدينه په رياست کې د وګړو د برابرۍ خبره هم کوي چې دا ديو بل سره سمون نه لري.

دا په داسې حال کې چې انتخابي کميشن کې د پي ټي ایي فنډنګ کيس يا واکمن ګوند ته تیرو وختونو کې بهر نه دترلاسه شوؤ اربونو روپو دسرچینو نه معلومیدو له امله د عمران خان په مشرۍ واکمن ګوند تحریک انصاف د سختو ستونزو سره مخ دی.

دانتخابي کميشن پخوانى سکتر او څيړونکى کنور دلشاد دمذهب د انتخابي او سياسي ګټو لپاره کارؤل د ملکي انتخابي قانون په ضد بولي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وويل که شهباز شريف وغواړي نو اوس هم په دې اړه د عمران خان په ضد انتخابي کميشن سره قضيه جمع کولى شي.

نوموړي زياته کړه که وکتل شي نو د پاکستان اولس د وزير اعظم عمران خان د مدينه د رياست بيانيه رد کړې ده چې لویې مثال یې د کنور دلشاد په خبره تيرو درنيمو کالو کې دهيواد دبيلا بيلو سیمو په ضمني ټاکنو اؤ په دې وروستیو کې په خيبر پښتونخوا کې ترسره شوؤ بلدياتي ټاکنو کې د واکمن تحريک انصاف ګوند ماتې ده.

دخيبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د تيرو اتوؤ کالو د اوږدې مودې نه وروسته شوؤ بلدیاتي ټاکنو کې واکمن تحريک انصاف ګوند د ماتې تاثر ردوي او دتحصيل ناظمانو په څوکیو شوؤ ټاکنو کې د بري دعوه کوي
۔