شاته

بادغیس کې زلزله؛ طالبانو له قربانیانو سره د مرستې غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت وايي په بادغیس ولایت کې زلزلې ځپلو کورنیو ته د مرستې رسولو په اړه د دوی هڅې روانې دي او له ملي او نړیوالو بنسټونو څخه هم غواړي چې په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

طالب چارواکو په بادغیس ولایت کې د پرونۍ زلزلو له امله ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په وینا یې د قربانیانو شمېر کیدایسي نور هم زیات شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني نن سې شنبه جنورۍ ۱۸( مرغومې ۲۸) خبریالانو ته ویلي چې دغه ارقام ابتدايي دي او په خبره ممکن په بادغیس کې د زلزلې له امله رامنځته شوي تلفات زیات شي.

ښاغلي سمنګاني زیاته کړې چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده چې د قربانیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ښاغلي سمنګاني زیاته کړې:"پېښه په لیري پرتې سیمه کې رامنځته شوې ده تر اوسه معلومات نهايي شوي نه دي، ممکن مرګ ژوبله زیاته شي."

د طالبانو د ویاند مرستیال همدارنګه وویل چې په دغه دوو لزلزلو کې له ۷۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې کورونه تخریب شوي دي او د یاد ولایت اوسیدونکو ته څه ناڅه مالي زیانونه اوښتي دي.

ښاغلي سمنګاني ټینګار کړی چې حکومتي مرستندویه ټېمونه سیمې ته استول شوي او هڅه کوي چې ځپل شوو کورنیو ته مرستې ورسوي.

پر همدې مهال د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس بازمحمد سروري خبریالانو ته ویلي چې په قادس ولسوالۍ کې خلک له ډیرو ستونزو سره مخ شوي او له نړیوالو بنسټونو څخه یې وغوښتل چې زیانمن شوو کورنیو ته مرستې ورسوي.

ښاغلي سروري زیاته کړې چې په دغه ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې قطعه شوي او دوی د پېښې په اړه زیات معلومات نلري. هغه ټینګار وکړ چې ژغورونکي ډلې دغه ولسوالۍ ته لېږل شوي دي او په خبره یې زیانمنو شوو کورنیو ته د لازیاتې مرستې رسېدو په هدف هڅې روانې دي.

پر همدې مهال د طالبانو رهبرۍ په یوې اعلامیې کې له ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو څخه غوښتي چې د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې زلزله ځپلو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

په دغه اعلامیه کې راغلي:"موږ په نړیوالو مرستندویه ادارو او بشري نهادونو غږ کوو چې په بادغیس ولایت کې له مصیبت ځپلو سره مرستې وکړي او له موږ سره د دغه سترې واقعې په باب همکاره وه اوسي."

خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (اوچا) بیا نن سې شنبه جنورۍ ۱۸(مرغومې ۲۸) ویلي چې د لومړنیو معلوماتو په اساس د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د پرونۍ زلزلې له امله ۲۶ تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

اوچا ویلي چې تر زلزلې وروسته په سیمه کې سرپناه، لومړنیو خوراکي او غیر خوراکي موادو ته اړتیا زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشي مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د افغانستان په لوېدیځ کې مرستندویه بشري ادارې جدي هڅې کوي چې ځپل سوو ته مرستې ورسوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ځمکې پېژندنې اداره وايي‌ چې د ریکتر په کچه د دغې زلزلې اندازه ۵.۳ وه.

د افغانستان په شمالي‌ سیمو کې کله ناکله زلزله کیږي چې مالي او ځاني تلفات اړوي..

دا زلزله داسې مهال کیږي چې ملګري ملتونه وايي د واورو او بارانونو له کبله یو شمېر لویې لارې تړل شوې او اړمنو افغانانو ت د بشري مرستو رسول ستونزمن شوي دي..