شاته

افغانستان ته د پاکستان د ملي‌امنیت د مشاور سفر وځنډول شو 

په افغانستان کې د باختر اژانس خبر ورکړی دی چې کابل ته د پاکستان د ملي‌ امنیت د مشاور موید یوسف دوه ورځنی سفر ځنډول شوی دی.

ټاکل شوې وه چې هغه نن سه شنبه جنوري ۱۸ (مرغومې۲۸) کابل ته ولاړ شي‌ او هلته د طالبانو له مشرانو سره وګوري.

باختر اژانس وايي‌ چې د پاکستان سفارت ویلي‌ دي چې دا سفر د هوا دخرابوالي له کبله ځنډول شوی دی او بله اونۍ (جنوري۲۶) به وشي.

په کابل کې په دې وروستیو کې واورې او بارانونه زیات ورېدلي‌ چې له کبله یې د یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ لویې لارې هم تړل شوي‌ دي.

تر دغه اعلان مخکې په اسلام اباد کې ښاغلي یوسف خبریالانو ته ویلي‌ وو چې د طالبانو دحکومت له چارواکو سره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تجارتي او اقتصادي او سرحدي مسایلو خبرې کوي.

نوموړي ویلي وو‌ چې له افغانستان سره په سرحد باندې د کټارو او اغزنو مزو د لګولو مسئله له طالبانو سره د خبرو له لارې حل کوي.

تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید تېره ورځ په یوې خبري کنفرانس کې وویل: «موږ نژدې ۲۶۰۰ کیلو میتر سرحدي سیمو کټارې لګولې» او پاتې به یې د طالبانو په خوښه بشپړیږی.

د ډیورېند په کرښې باندې د پاکستان له لوري د اغزنو مزو د غځولو کار د افغانستان د مخکني حکومت په مهال کې پيل شوی و، پاکستان ادعا کوي چې دا کار د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره کوي. په داسې حال کې چې افغان چارواکو پاکستان په خپله د ترهګرو په ملاتړ تورنوه.

کابل ته د طالبانو له بیا راتګ وروسته د پاکستان د استخباراتو د مشر په ګډون یو شمېر پاکستاني چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي او هلته یې له طالب مشرانو سره لیدلي دي.