شاته

پاکستاني‌ طالبانو په اسلام اباد او ځينو نورو سیمو کې بریدونه کړي

په پاکستان کې وسله وال طالبان ادعا کوي‌ چې په مرکز اسلام اباد، دیر او وزیرستان کې یې په پاکستاني پولیسو بریدونه کړي‌دي.

ځینو پولیس چارواکو او سرچېنو ویلي‌ دي‌ چې په دغو بریدونو کې درې پولیس او درې بریدګر وژل شوي‌ دي.

لومړی برید د دوشنبې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې وشو او له دغه برید وروسته دا ویره پېدا شوې ده چې وسله وال طالبان د پاکستان په دغه تر ټولو مصئون ښار کې هم فعال دي.

د اسلام اباد په برید کې یو پولیس افسر او دوه بریدکوونکي وژل شوي‌ دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید نن سه شنبه جنوري ۱۸ (مرغومې۲۸) د وژل شوي پولیس افسر په جنازه کې برخه واخیسته.‌ هغه وویل چې وژل شوي‌ بریدګر پېژندل شوي دي.

د اسلام اباد له برید وروسته هم په دیر او وزیرستان کې د پولیسو په پوستو بریدونه شوې دي.

د «پاکستان د طالبانو تحریک» په ټویټر کې ادعا کړې ده چې دا بریدونه هغوی کړي ‌دي. د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني‌ ویلي‌ دي‌چې د باجوړ په ولسوالۍ کې د دوی یو جنګیالی وژل شوی دی.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په کابل باندې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پاکستاني طالبان هم زړه ور شوي او نن یې ګواښ وکړ چې په اینده کې به د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه زیاتوي.