BBC
 شاته

چین کې سېلابونو ۷۸ کسان وزلي 'میلیونونه بې ځایه شوي'

Image caption هیبي کې سړکونه بند شوي

د چین رسمي خبري رسنیو ویلي، د هېواد په شمال او مرکزي ولایتونو کې سېلابونو او ځمک ښویېدو لږترلږه ۷۸ کسان وژلي دي.

سرچینه وايي، په هیبي او هینن ولایتونو کې د سېلابونو له کبله ګڼ کسان ورک دي او 'میلیونونه' نور وګړي بې کوره شوي دي.

د سېلابونو او ځمک ښویېدو له کبله زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، شاوخوا ۱۶ میلیونه خلک په ټول چین کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د چین چارواکو ویلي، سېلاب ځپل شویو سیمو ته به مرستې او پیسې چمتو کړي.

د چین رسمي خبري اژانس (شینخوا) ویلي، تر ډېره سېلابونو په شمالي هیبي ولایت کې مرګ ژوبله او ویجاړي اړولې ده. هلته نژدې ۵۰۰۰۰ کورونه نړېدلي او تر اتو میلیونو ډېر وګړي اغېزمن شوي دي.

شینخوا وايي، په ډېری سیمو کې برېښنا پارچاو شوې چې خلکو ته یې لوی سرخوږی جوړی کړی او له کبله یې د مخابراتي او ترانسپورتي اسانتیاوو شبکې هم اغېزمنې شوې دي.

په مرکزي هینن ولایت کې، ۱۵ کسان د تالندې او تېزو بادونو له کبله مړه شوي.

رویټرز وايي، سېلابونو نژدې ۱۸۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي او ۷٫۲ میلیون وګړي یې خپلو مېنو پرېښودو ته اړایستل شوي.

قهرېدلي خلک پر حکومتي چارواکو پړه اچوي چې له سېلابونو او ناورین راتلو مخکې دوی ته د خبر په ورکولو کې پاتې راغلي دي.

په چین کې سږ کال پسرلنیو بارانونو ډېره ویجاړي رامنځ ته کړې، چې د حکومت په وینا، تر ۲۰۰ ډېر کسان د ناسمې هوا او سېلابونو له کبله مړه شوي.

د اټکل له مخې، چین کې تر ۱٫۵ میلیون هکټاره ډېره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې چې کورني اقتصاد ته یې مستقیماً درې میلیارده ډالره زیان رسولی.