شاته

پاکستان کې اتلس کلنو کسانو ته دکرونا ضد ویکسین د دریم خوراک لګولو اجازه ورکړل شوې

پاکستان کې د کرونا ناروغۍ د څار وفاقي ادارې نېشنل کمانډ اینډ اپرېشن سینټر يا اين سي او سي د کرونا وايرس د نوي ډول اميکرون په ګډون د نورو نمونو د مخنيوي لپاره د 18 کالوعمر تنانو ته د کرونا وايرس پرضد د ويکسينو بوسټر ډوز يا درېم خوراک لګولو اجازه ورکړې ده۔

د حکومت لخوا دا ګام په داسې حال کې اخستې شوی چې د کرونا وايرس دمثبتو پېښو کچه يو ځل بيا د 8 فيصده نه په بره تللې ده۔

د روغتيایي چارو پوهان وايي د کرونا وايرس هر ډول نمونې مخنيوي او د دې ناروغۍ شدت کمولو لپاره بايد خلک په وخت د ويکيسن مکمل خوراک واخلي۔

دوئ وايي د ويکسين لګولو وروسته که يو تن ددې وايرس څخه ناروغه کېږي هم نو هسپتال کې د داخلېدو ضرورت به ورته نه راځي۔

په پاکستان کې د کرونا دڅار دولتي ادارې اين سي او سي په ټويټر ويلي چې د 18 کالو عمر تنان د کرونا وايرس په ضد د ويکسین بوسټر ډوز يا درېم خوراک ويړيا لګولی شي۔

له دې وړاندې د ویکسین درېم خوراک طبي عملې، مشرانو او د 30 کالو عمر تنانو ته د لګولو اجازه وه۔

په دې اړه د پېښور خېبر مېډيکل پوهنتون مشر او د عامې روغتيا د چارو ماهر ډاکټر ضياالحق وي او ای ډيوه ته وايي د کرونا وايرس چټکتیا سره خوريدونکي اومېکرون ډول څخه ځانونو خوندي کولو او د هغې په ضد مدافعتي نظام پياوړي کېدو لپاره بايد خلک د ويکسين درېم خوراک ولګوي۔

"دتحقيق نه دا خبره مالومه شوې چې کوم تن د شپږو مياشتو نه وروسته بيا دکرونا وايرس په ضد د ويکسين درېم خوراک يا بوسټر ډوز لګولی وي نو ډېر کم چانسز وي چې هغه ته دغه بيماري ولګي او که چرې ولګي هم نو شدت به يې کم وي، هسپتال کې به نه داخلېږي او مرګ نه به يې دا ويکسين خوندي کوي"

د نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر لخوا جاري شويو شمېرو ترمخه په پاکستان کې تېر يو شوا روز دوران د کرونا وايرس 4286 نورې پېښې مخې ته راغلي او د مثبت پېښو شرح 16۔8 فيصده ريکارډ شوې۔

دپېښور دايل ار ايچ هسپتال ډاکټر اصغر خان وي او ای ډيوه ته وايي د خلکو لخوا په سپارښتنو دعمل نه کېدو او په ټولنه کې د کرونا وايرس اومېکرون خورېدو له وجې د مثبتو پېښو شرحه کې زياتوالی راځي.

دی وايي بايد خلک د وايرس خورېدو مخنيوي لپاره په اېس او پيز ضرور عمل کوي۔

"یو خو دا دی چې کوم اېس او پيز وؤ هغه زمونږ خلکو پرېښودي دي او هغه ماسک هم اوس نه اچوي، بل دا چې اومېکرون وايرس خور شوی نو دا ډېر تېزۍ سره خورېږي لکه دا خپل تعداد په دوه ورځو کې ډبل کوي نو ښکاري هم داسې چې دغه اومېکرون وايرس دي چې خپله شمېره تېزۍ سره سېوا کوي"

دنیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر د شمېرو ترمخه په پاکستان کې تر دې دمه 16 کروړه، 60 لکه 83 زره او څه د پاسه 800 تنانو ته د کرونا وايرس په ضد ويکسين لګول شوي دي۔

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې لوړپوري چارواکي او دکرونا وبا لپاره ټاکلې شوي وياند ډاکټر اکرام الله خان وي او ای ډيوه ته ويلي په کومو علاقو کې چې دکرونا اومکرون وايرس پېښې مخې ته راځي هلته سمارټ لاک ډاون لګول کېږي او د کرونا ناروغانو علاج لپاره په هسپتالونو کې انتظامات مکمل دي۔

نوموړي زياته کړه په هسپتالونو کې د اکسيجن، ايې سي يو بيډونو او انتهايي نګهداشت بيډونو هم انتظامات مکمل دي "او الله دې نه کې خو که مونږه سره د کرونا کېسونه سېوا کېږي نو مونږه به د علاج په مد کې څه مشکل نه وي"

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کرونا وايرس نه تر دې دمه څه د پاسه 29000 تنان مړه شوي او 709حالت نازک ښودل شوی چې په دغه وایرس اخته دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.