شاته

افغانستان ته دبشري قوې لیږلو په اړه دعمران خان په بیان سخت غبرګونونه ښودل شوي

دپاکستان وزيراعظم عمران خان دخپل هېواد له چارواکو غوښتلي چې د دوست هېوادونو په همکارۍ افغانستان ته داسې بشري قوه ولیږي چې د روغتیا، بانکى او نورو ورته څانګو کې مهارت لري چې داسې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنيوي وشي.

خو په افغانستان کې بیا سیاسي فعالینو دعمران خان دې بیان ته سخت غبرګون ښودلی اؤ دا دافغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې ده. ولې طالبانو لا په دې اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

افغانستان ته دبشري قوې یا کاري کدرونو دلیږد دا خبره وزیراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د هېواد د لوړ پوړو چارواکو او وزیرانو سره د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې کړې ده.

له غونډې وروسته اسلام اباد کې مطبوعاتو سره خبرو کې د هېواد دکورنیو چارو وزیر شېخ رشيد ویلي چې پاکستان به افغانانو ته اوس د چمن پولې په څېر د طورتم، انګور اډه او د غلام خان په پوله هم په تذکره پاکستان ته د تګ اسانتیاوې ورکړي.

د پاکستان د وزير اعظم عمران خان له دفتر څخه جاري شوې اعلامیه کې ویل شوي چې هغه د افغانستان سره د مرستو په تړاو د ملګرو ملتونو غوښتنه هم ستاېلې ده.

نوموړي د افغانستان په وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې پاکستان به د اړتیا په وخت کې افغانان هېر نکړي.

عمران خان د خپل هېواد له چارواکو غوښتلي چې د دوست هېوادونو سره همکاري وکړي، ترڅو داسې ځانګړي ماهرين افغانستان ته واستوي چې د روغتیا، بانکي او مخابراتو په چارو کې مهارت لري چې داسې افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران مخنیوي وشي.

خو په ټولنیزو رسنیو دافغانستان دننه په ټولنیزو رسنیو دعمران خان دې څرګندونو ته سخت غبرګون ویلی شوی.

دافغانستان په تیر حکومت کې دختیز ولایت ننګرهار والي ضیاء الحق امر خیل ویلي افغانستان ته د پاکستان او بل هر هېواد څخه د متخصصینو د را لیږلو په اړه وړاندیزونه پاروونکي دي.

په ټویټر ښاغلي امر خیل لیکلي "موږ په هره برخه کې روزل شوي او با تجربه کادرونه لرو"

هغه وایي طالبانو ته پکار دي چې خپل کدرونه وګماري. په دې کار به له یوې خوا دمغزي فرار مخه ونیول شي او له بلې خوا به خلک پر حکومت ډاډه شي.

افغان څېړونکي اؤ د ټولنیزو رسنیو فعال ښاغلی نجیب ننګیال په عمران خان نیوکې کړي چې داسلام اباد نه افغانستان اداره کوي.

په ټویټر ښاغلي ننګیال لیکلي وایي" عمران خان یې د حکومت چلولو لپاره متخصصین ور لېږي. دوی یې لا اشغال نه بولي. صدراعظم عملاً اسلام اباد کې ناست دی. افغانستان اداره کوي. طالب خاموش دی"

هغه ویلي "طالبان د صدراعظم د خبرو په وړاندې د غبرګون ګستاخي نه شي کولی. غلامي دې ته وایي. اشغال دغه دی"

ملګرو ملتونو او امدادي ادارو هم تېره ورځ په افغانستان کې دننه د 22 ميليونه کسانو او هم داسې د هغو 5.7 ميليونه افغانانو سره چې په کور دننه بې ځایه شوي او یا پينځوؤ ګاونډیو هېوادونو ته تللي، د بشري مرستو لپاره د 5 بيليونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان دا وخت د يو داسې ناورین سره مخامخ دی چې په تیزۍ سره پراخېږي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي، د نړیوالې ټولنېنه غوښتنه کوي چې په دې سخته شېبه کې د افغانانو سره مرستې وکړي چې دغه هېواد د اقتصادي سقوط نه بچ شي او د خلکو ژوند هم وژغورل شي.

د وزير اعظم د دفتر په اعلامیه کې راغلي، عمران خان د افغانستان سره د رېل پټلۍ، درملو جوړولو، فنانس او د مېډيا په برخه کې د همکاریو په زياتولو هم ټینکار کړی دی.

د نړیوالو او په ځانګړي ډول د منځنۍ ایشيا د چارو کارپوهه ډاکټر سرفراز خان ډيوه ته وايي، د عمران خان بېان تشې خبرې دي.

هغه وايي افغانستان کې ددغو چارو ټول ماهرين شته خو خبره دا ده چې هلته جوړ نظام چا وران کړو؟

دی وايي په پاکستان کې د پيرنګيانو د وخت د ریل نظام ؤ خو اوس يوازې د پېښور نه نور هېواد ته ایله په مشکله سره د رېل ګاډي درې سفرونو کېږي او د هغې حال هم خورا خراب دی.

هغه وایي په پاکستان کې پخپله بېنکونه د تاوان سره مخ او په خساره کې روان دي.

وړمه ورځ د پاکستان د اېپکس کمېټۍ له غونډې وروسته اسلام اباد کې خبرې غونډې ته د هېواد د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد وېلي وؤ چې د پاکستان او افغانستان په 2600 شريکه پوله دازغن تار لګولو کار یوازې په 21 کلوميټره ساحه کې نېمګړی پاتې دی او دا به هم د طالبانو په رضا مندې سره ترسره کوي.

د کورنیو چارو وزیر وویل لمړۍ به افغانانو ته يوازې د چمن په پوله په تذکره پاکستان ته د تګ اجازه وه خو وايي اوس مونږ غواړو چې خپلو افغان وروڼو ته دا اسانى د تورخم، انګور اډې او په غلام خان پولو هم ورکړو.

د پاکستان د وزير اعظم عمران خان دفتر ویلي، په افغانستان کي د طالبانو د تر واکمنېدو وروسته پاکستان د صحى وساېلو، ګرمو جامو او غنمو په ګډون د 5 ميليونه روپو د ارزښت مرستې افغانستان ته لېږلې دي.