شاته

منظور پشتین:پاکستان کې د ریاست نه د ټوپک واکمني ده

دپښتون ژغورنې غورځنګ دمخکښ مشر اؤ دپاکستان دمرکزي پارلیمان دبندي غړي علي وزیر دضانت دعریضې د اوریدنه کې یو ځل بیا په ځنډ خپل غبرګون کې دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین تور لګولی چې هغه د څو جرنیلانو په ذاتي خواهش زندان کې پروت دی.

دخالي په ورځ په ټویټر خپل غبرګون کې ښاغلي پشتین ویلي” دلته د ریاست نه بلکې د ټوپک واکمني ده”

علي وزیر د 2020 کال د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، په کومه مقدمه کې چې سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی خو اوس هغه د کال 2018 په مقدمه کې بنديوان دی او په دغه قضيه کې يې د ضمانت په خواست اورېدنه روانه ده.

د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ نن د خالي/ شنبې په ورځ (15جنورۍ) وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت کې د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه ټاکل شوې وه، خو د عدالت جج ته کرونا وايرس لګېدلي، ځکه د قضيې اورېدنه تر 31 نېټې پورې وځنډول شوه.

په عین حال کې د پاکستان دپارلیمان غړي اؤ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ هم محکمه کې دعلي وزیر د ضمانت دخواست تر۳۱مې جنورۍ په ځنډیدو فکرمندي ښودلې ده اؤ وایي دهغه په ضد مقدمه د دروغو د تورونو په اساس جوړه کړل شوې ده.

محسن داوړ په ټویټر لیکلي چې علي وزیر دیو کال څخه د زیاتې مودې راهسې په زندان کې بندي دی اؤ دهغه په ضد جوړې د دروغو دمقدمې په کارروایۍ کې د ځنډ لپاره هر دشرم ډک ګام پورته کول کیږي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين تور پورې کړی، چې د غورځنګ دفعالانو سره په عدالت او د عدالت نه بهر توپيري چلند روان دی.

"د غورځنګ غړي د دروغو په مقدمو کې ښکېل کيږي او دغه مقدمې چې کله عدالتونه خارج کړي نو بيا پرې نورې مقدمې درج کېږي"

د پاکستان حکومت او پوځ د وړاندې نه په پي ټي اېم تورونه لګولي چې د بهر هېوادونو نه پېسې اخلي او په بهرنۍ ایجنډا لګيا تحریک دی. خو پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي او وايي چې پي ټي اېم پرامنه او د پښتنو د حقونو دپاره جوړ غورځنګ دی او. تورونو د ثابتولو دپاره يې د کمېشن جوړولو غوښتنه کړې ده.