شاته

د افغانستان اقتصادي بحران؛ طالبانو د مالیاتو ټولولو ته مخه کړې ده

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، د افغانستان د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره یې هڅې پيل کړي دي.

طالب چارواکو نن شنبه جنورۍ ۱۵ (مرغومې ۲۵) په کابل کې د (مالیاتو راټولولو اوونۍ) په مناسبت غونډه کې له خلکو په ځانګړي ډول له پانګولو څخه وغوښتل چې خپلې مالیې پر وخت ورکړي.

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یادې غونډې ته وویل: "که چیري د عواید راټولولو او یا د مالیاتو په برخو کې شکایت وشو، مسؤلین په قاطعیت او جدیت سره هغه ته رسیدګي کوي."

ښاغلي حنفي مدعي شو چې په تیرو دوو لسیزو کې زیات عواید د خلکو «شخصي جېبونو» ته تلل او پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت مخکې اکثره پخوانیو چارواکو «شخصي ګټې» تعقیبولې.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د طالبانو د حکومت هڅې روانې دي.

پر همدې مهال د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دغه ناسته کې له سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل چې د اقتصادي ودې او بشري بحران د مخنیوي لپاره هغوی خپل مالیات پر وخت تحویل کړي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه: "موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې اقتصادي ستونزې به زیات وخت دوام ونکړي، باید همت وکړو او خپل ټول امکانات یو ځای کړو... په همت کولو او ایماندارۍ سره کولای شو اوسنۍ اقتصادي مسایل ډېر ژر حل کړو او له دغه مرحلې څخه ووزو."

دا په داسې حال کيده چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته دغه هیواد سره اقتصادي ستونزو سره مخ شوی او د نړیوالو بشري سازمانونو د راپورنو په اساس په دغه هیواد کې میلیونونه کسان د لوږې او قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان شاوخوا ۱۰میلیارده ډالر پانګه کنګل کړل او د طالبانو لاس رسی یې ورته بند کړ چې له امله یې د دغه هیواد اقتصادي وضعیت نور هم نازک کړ.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان خلک به د سخت ژمې په رارسېدو سره له لوږې او قحطۍ سره لاس او ګرېوان وي.یاد سازمان ویلي و که چیري له دغه هیواد سره مرسته ونشي د افغانستان ۹۷سلنه وګړي به له اوسني اقتصادي وضعیت څخه اغېزمن شي.

دا په داسې حال کیده چې ملګرو ملتونو د تیرې سې شنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومي ۲۱) له مرسته کوونکو څخه په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د ۴.۴ میلیاردو غوښتنه کړې.

یاد سازمان دا مرستې د افغانستان د راتلونکې لپاره چې واک ته د طالبانو په رسیدو او د امریکا له وتلو وروسته ستونزمن حالت سره مخ شوی، ضروري ګڼلي دي.

ملګرو ملتونو ویلي دا غوښتل شوي پیسې چې تقریبا د یاد هیواد د ناخالص تولید یوه ربع جوړوي، د یوه هیواد لپاره تر اوسه تر ټولو ستره غوښتل شوې مرسته ده.

دا غوښتل شوې مرسته همدارنګه د هغه رقم څخه درې برابره زیاته ده چې د امریکا له ملاتړ څخه د برخمن حکومت تر ړنګیدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې هغه هېواد ته ځانګړې شوې ده.