شاته

حوثيانو د اماراتو د کښتۍ د خوشې کولو لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه رد کړه

په یمن کې حوثي یاغیانو د شنبې په ورځ جنورۍ ۱۵ (مرغومي ۲۵) د هغې کښتۍ د خوشې کولو لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه رد کړه چې د عربي متحده اماراتو تر بیرغ لاندې فعالیت کوي.

حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، دا کښتۍ د روانې میاشتې په دریمه د سرې بحیرې په الحدیده بندر کې د ۱۱ تنو عملې سره ونیوله او ادعا یې وکړه چې پدې کښتۍ کې پوځي وسایل بار دي.

ددې ډلې یو چارواکي حسین العزیزي وویل: «د روابي بیړۍ ماشومانو ته د لوبو سامان نه، بلکې افراطیانو ته یې وسلې لیږدولې.»

عربي متحده اماراتو د روابي په نامه دغه کښتۍ یوه «ملکي کارګو بیړۍ» ګڼلې ده او ویلی یې دي دا کښتۍ چې د سعودي عربستان یو شرکت اجاره کړې وه په نړیوالو اوبو کې وه او د یو صحرایي روغتوړن لپاره یې سامانونه لیږدول.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ ددغې کښتۍ او د هغې د عملې د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه وکړه او «د عدن په خلیج او سرې بحیره کې د کښتیو په ازاد تګ راتګ او اهمیت» ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا همداشان په ټولو اړخونو غږ وکړ چې «په یمن کې د حالاتو د ارامولو لپاره کار وکړي» او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سره دي ټول د خبرو میز ته حاضر شي.

خو د حوثي یاغیانو چارواکي حسین عزیزي ملګري ملتونه په دې تورن کړل چې «د قاتلینو پلوي کوي چې د نړیوال قوانینو نه سرغړونه کوي». هغه ویلي چې «دغه کښتۍ د هغه هیواد پورې اړه لري چې په یمن کې زمونږ د خلکو پر ضد او په یمن کې په یرغل کې شریک دی او [دا کښتۍ] په غیر قانوني توګه د یمن اوبو ته ننوتلې ده».

عربي متحده امارات د هغه ایتلاف غړی دی چې د سعودي په مشرۍ د یمن د حکومت په پلوۍ چې نړیوال یې په رسمیت پیژني د حوثي یاغیانو پر ضد جنګیږي. اماراتو ددغې کښتۍ نیونه «سمندي غلا» ګڼلې ده.