شاته

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې مطبوعاتو وايي په قانوني طریقو ویرول کېږي

خبریال سجاد ګل د هندوستان د انتظام لاندې د کشمیر د بانډي پورې ضلعې په شاه غونډ کلي کې کور ناست و چې پوځ ورپسې ورغلو.

د جنورۍ د میاشت پنېځم تاریخ و او د شپې لس بجې وی چې سجاد ګل پسې پوځ ټیلې فون وکړو چې د کور نه بهر ور وځي. د وي او ای د رپورټ ترمخه، د سجاد ګل کورنۍ چې خبرېدله نو خبریال د پولیس تاڼې ته بوتلل شوی و او د قام په ضد د جرم په شان سنګین الزامات پې لګول شوي وو.

26 کلن ګل کشمیر والا نومې د خبرونو وېپ پاڼې سره په غېر مستقل ډول کار کوي او د سېنټرل یونېورسټي اف کشمیر طالب علم هم دی.

د کشمیر والا اېډیټر یا مدیر فهد شاه د سجاد ګل ګرفتاري د پرېس د ازادۍ خلاف ورزي بولي او وايي دا د خلکو په بنیادي حق ضربه ده.

فهد شاه وايي د ګل په شان په کشمیر کې په داسې کېسونو کې اضافه شوي ده چې پکې په خبریالانو او مطبوعاتو د قام په ضد د جذباتو راپارولو الزامات لګول کېږي او ورته د قانوګامونو ګواښونه ورکړی کېږي. هغه وايي دا هرڅه د کشمیر په شان سیمه کې کېږي چې صحافت پکې اهم کردار ادا کوي.

د وي او ای رپورټ وايي د مطبوعاتو په اړه په کشمیر کې دا یوازېنۍ مسله نه ده.

په ټول هندوستان کې د مطبوعاتو په ضد په مقدمو کې اضافه شوي ده او د عدليي د لارې په خصوصي توګه هغه مطبوعات ویرول کېږي چې د واکمن بهارتیا جنتا پارټۍ په کرښه قدم نږدي. دا خبره د خبریالانو د تحفظ نړیوالې ادارې رپورټرز وداوټ بارډرز د اېشیا پېسفېک څانکې مشر ډېنیل باسټرډ کړې ده.

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر د مرکزي ښار سري نګر نه د وي او ای خبریال بلال حسین د رپورټ ترمخه باسټرډ وویل په کشمیر کې هر هغه خبریال چې په حکومت تنقید کوي د دې خطر سره مخامخ کیږي چې د قام او یا د هندوستان مخالف به وګڼل شي او د ویرول کېدو نه ځان بچ کولو دپاره خپل ځان خپله سېنسر کوي.

وي او ای د جمو او کشمیر د کورنیو چارو محکمې او هم د هندوستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزارت ته د حکومتي دریځ اخیستلو دپاره ایمېلونه وکړل خو ځوابونه یې ترلاسه نشول. د ګل په اړه کشمیر والا وېب پاڼه وايي داسې ښکاري چې د هغه ګرفتاري د هغه وډیو سره تړلي ده چې هغه په ټویټر شریک کړی او پکې د یو ځايي وسله وال د وژل کېدو په سر کېدوونکي مظاهره ښودل کېږي.

د پولیس بیان وايي ګل داسې معترضه وډیو اپلوډ کړې چې د قام په ضد شعارونه ښيي. په هغه د مجرمانه سازش او د قامي وحدت په ضد د بیانونو خپرولو الزام لګول شوی دی. داسې ډول شعارونه د هندوستان د خپلواکۍ او یوالي په ضد ګڼل کېږي او داسې بیانونه ورکوول او شریکوول نفرت او کرکه راپاروونکي بلل کېږي.

پولیس د تبصرې دپاره د وي او ای د غوښتنې ځواب ورنکړو. د جنوبي اېشیا دپاره د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ مسوله میناکشي ګنګولي وايي د هندوستان موجوده حکومت تنقید ته حساسیت لري. هغه وايي تاوتریخوالي د کموولو دپاره حکومت سره غوره لار دا ده کله د انساني حقونو د خلاف ورزۍ شواهد ومومي نو زر دې ګامونه پورته کوي.

مېرمن ګنګولي وايي نېمګړتیاو په څرګندولو کې خبریالان بنیادي کردار ادا کوي او داسې حکومت د حقونو احترام کوي پکار ده د دغو معلوماتو په بنیاد مسلې حل او ضرورتونه پوره کړي.

ګنګولي وايي د افسوس خبره دا ده چې حکومت په دې اړه د خپلې خوښې نه کار اخلي چې څوک تاوتریخوالی زیاتوي او څوک نا.

د ار اېس اېف ډېنييل باسټرډ هم دغه شان نظر لري او وي او ای ته وايي په هغو خبریالانو بندیزونه لګول چې د خپلو شهریانو حالات بیانوي د خلکو مایوسي او دښمني د زیاتوولو ښه لاره ده. هغه وویل دا خبره د جمو او کشمیر په شان سیمه کې چې د بېلتون خوښۍ اوږد تاریخ لري نور هم حقیقت دی.

د کشمیر والا مدیر فهد شاه وي او ای ته وویل خبریالانو ته د حاضرېدو دپاره ټیلې فون کېدل د ویرې خبره وي. هغه وویل کله چې یو خبریال د پولیس تاڼې ته ورشي نو د وړو وړو خبرو ترې پوښتنې کېږي او د یو مشکوک تن په څېر ورته کتل کېږي

خپله شاه هم وايي څو ځله تاڼې ته غوښتل شوی او پوښتنې ترې شوي دي. د هغه وېب پاڼه هم د قانوني مسلو سره مخامخ شوې او دا وخت د غلط خبر په سر یې په هايي کورټ کې مقدمه چلېږي.

په ویانا کې مېشت انټرنېشنل پرېس انسټېټیوټ وايي مطبوعاتو په ضد ګامونه بغیر د څه ویرې اخیستل کېږي چې هدف یې د اطلاعاتو په خپرېدو قدغنونه لګول دي.

کشمیر پرېس کلب د حکومتي کامورینو ته غوښتلې چې خبریالانو دپاره دې حالات بهتر کړي. د سجاد ګل د ګرفتارۍ د غندلو ترڅنګ پرېس کلب په یو بیان کې وویل خبریالانو ته د ګواښونو، د حاضرۍ امرونو او د خبریالانو ګرفتاریو په سیمه کې د ازاد او تحقیقاتي صحافت مخه نیولي ده.

د ګرفتارۍ نه یو کال مخکې پولیس په تېر کال په سجاد ګل په غیرقانوني مظاهره کې د شرکت الزام لګولی و خو هغه د مظاهرې خبرنګاري کووله.

سجاد ګل دا مهال په بند کې دی او د هغه د خبرې ادارې مدیر وايي په ګل لګول شوي الزامات به په عدالت کې ردوي.