شاته

پوځ: په شمالي وزيرستان کې يو ترهګر وژل شوی دوه نیول شوي، په بنو کې يو پوځي سرتيری وژل شوی

د پاکستان پوځ ويلي د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې يې د ترهګرو پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات کړي چې پکې یو ترهګر يې وژلي او دوه یې نیولي دي. بل لور ته په بنو کې په يو وسله وال بريد کې يو پوځي سرتيری وژل شوی دی.

پوځ د جمعې په ورځ (14 جنورۍ) ویلي، دغه عملیات یې د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې تر هغې وروسته کړي دي چې پوځ ته د ترهګرو د موجودګۍ معلومات ترلاسه شوي وو؟

خو د پوځ په بیان کې د وژل شوي او د نیول شوو وسلوالو په اړوند نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

پوځ ويلي، امنيتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د استخباراتي عملیاتو پرمهال یو ترهګر وژلی او د دوی د ولکې نه يې په غټه کچه وسله ترلاسه کړې ده.

په بیان کې ویل شوي په دغو عملیاتو کې دوه ترهګر له وسلې سره نيول شوي او په سیمه کې د کوم بل ترهګر د نیولو لپاره د سیمې پاکولو عملیات روان دي.

د سرکاري ميډيا ترمخه پوځ ويلي، د زیارت او جمعې په منځنۍ شپه کې د بنو په جاني خېلو کې د پوځ په پوسته وسله وال بريد شوی او يو پوځي سرتيری پکې وژل شوی دی.

د پوځ د عامو اړیکو څانګې پخپل يو بیان کې ویلي دا پېښه د بنو په جاني خېل سیمه کې 13م او 14م جنوري په شپه مخې ته راغلې ده چې دغلته ترهګرو دپوځ په څوکۍ ناتاره ډزې کړې دي.

دبیان له مخې په ډزو کې دپوځ یو 26 كلن سپاهي سرفراز علي وژل شوی.

دپوځ بیان کې راغلي چې دبرید په مهال پوځ هم دترهګرو ځاله په موثره توګه په نخښه کړې ده خو پوځ بیا نه دي ویلي چې ترهګرو ته یې څه زیان اړولی دی که نه دی اړولی.

د دغه پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

په شمالي وزيرستان کې د دسمبر په 30 م په دوه وسله والو بريدونو کې د پوځ څلور عسکر او يو پولیس سرتيری وژل شوي وو او زمه واري لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

تيره اوونۍ د پاکستان پوځ ويلي وو د خېبرپښتونخوا په ټانک، ډېره اسماعیل خان او جنوبي وزیرستان ضلعو کې يې د ترهګرو د موجودګۍ د استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات کړي چې پکې دوه ترهګر او دوه د پاکستان پوځ دوه عسکر وژل شوي وو.

په دې وروستیو کې چې ټي ټي پي حکومت سره د ډزبندۍ ختمولو اعلان کړی ورسره سم په قبایلي ضلعو او د هیواد بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو او سیاسي فعالینو د دبریدونو لړۍ چټک شوې ده.

پاکستان انسټېټیوټ اف پېس سټډیز په خپل کالنیز رپورټ کې ويلي کال 2021 کې د ترهګرۍ د حملو له کبله د هېواد د امنیتي ادارو، پوځ، اېف سى او لېوز په ګډون 177 اهلکار وژل شوي وو. په کال 2020 کې دا شمېره 126 ريکارډ شوې وه.

څیړونکي وايي په پاکستان کې د ترهګرو حملې تېر کال د اګست میاشت کې په افغانستان د طالبانو د واکمن کېدو نه پس يو ځل بيا زياتې شوې دي.

د فاټا ریسرچ سېنټر نومې ادارې مشر منصور مسید وايي په افغانستان کې د بند نه د پاکستاني طالبانو او د دوی د ملګرو د خوشي کیدو وروسته دلته ترهګر بریدونه هم یو ځل بیا زیات شوي دي او د دې لارې پاکستاني طالبان دا ښودل غواړي چې دوی منظم نیټ ورک لري.

هغه وویل د پولې دواړو خواوو ته د ټي ټي پي فعالیتونه لیدل کیږي. چې دوی به ستونځې نورې هم سېوا کړي.

تېر کال د نومبر د نهم نه تر دسمبر د نهمې نېټې پورې پاکستاني حکومت او طالبانو ترمنځ ډزبندي اعلان شوې وه چې وه نه غځول شوه.

د روانې میاشتې جنورۍ په پينځمه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار هم د ټي ټي پي سره د ډز بندۍ ختمول تاييد کړي او ویلي وو، د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده.