شاته

عمران خان غواړي افغانستان ته پاکستانۍ بشري قوه واستوي

د پاکستان صدراعظم عمران خان په افغانستان کې د بشري بحران هواري لپاره دغه هیواد ته د مسلکي بشري قوي د استولو غوښتنه کړې ده.

د صدراعظم دفتر لیکلي چې ښاغلي خان امر کړی چې په افغانستان کې د بشري بحران د هواري په هدف دې یاد هیواد ته د طب، معلوماتي ټکنالوژۍ، حسابدارۍ او مالیې برخو کې په شرایطو برابر تعلیم یافته مسلکي کسان واستوي او په دې برخه کې دې له خپل دوست ګاونډي هیواد سره همکاري وکړي.

ښاغلي خان همدارنګه له نړیوالې ټولنې او خیره بنسټونو څخه غوښتي چې د افغانستان د اقتصاد د سقوط مخنیوي او د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره له دغه هیواد سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کیده چې تیره ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخپل راپور کې ویلي و چې د طالبانو حکومت د مسلکي کار کوونکو له کمښت سره مخ دي او په خبره یې له پاکستان څخه د مرستې په لټه کې دي.