شاته

د افغان طالبانو مخالفین وايي طالبانو سره خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

د افغانستان د طالبانو مخالفینو ویلي طالبانو سره په ورستیو ورځو کې د شوو خبرو څه نتېجې نه دي راوړي او د دواړو خواو دریځونه په بېلو بېلو "پاڼو (صفحو)" ولاړ دي.

د طالبانو مخالفې ډلې "ملي مقاومت جبهې" د خارجي چارو مسول علي مېصم نظري په پېرس کې ای اېف پي خبري ادارې ته په مرکه کې وویل طالبان خپل ذهنیت بدلولو ته تیار نه دي او دواړه خوا په جدا جدا "پاڼو" ولاړ دي.

ای اېف پي وايي د ملي مقاومت جبهه یا نېشنل رېزېسسټنس فرنټ، اېن ار اېف، ځان د طالبانو خلاف تر ټولو لوی محاذ بولي او مشري یې د احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود، کوي چې مرکز یې د پنجشیر وادي وه.

ای اېف پي وايي د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې تېره هفته یې د احمد مسعود په ایران کې خبرې وکړې او ورته یې د امنیت ضمانت ورکړو که چېرې هغه افغانستان ته ستنېږي
ای اېف پي وايي د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې تېره هفته یې د احمد مسعود په ایران کې خبرې وکړې او ورته یې د امنیت ضمانت ورکړو که چېرې هغه افغانستان ته ستنېږي

رپورټ وايي اېن ار اېف د پنجشیر وادۍ نه د طالبانو خلاف مزاحمت د منظم کولو تکل کوولو خو نه ښکاري چې طالبانو ته یې څه لوی مشکل پېدا کړی دی.

ای اېف پي وايي د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې تېره هفته یې د احمد مسعود په ایران کې خبرې وکړې او ورته یې د امنیت ضمانت ورکړو که چېرې هغه افغانستان ته ستنېږي.

مېصم نظري ای اېف پي ته وویل طالبانو جبهې ته د وزارتونو او سفارتونو ورکوولو تجویز وکړو "خو خپل ذهنیت بدلولو ته یې رضامندي" څرګنده نکړه او د اېن ار اېف په دې بنیادي غوښتنه پرمختګ ونه شو چې طالبان دې حقیقي ټول شموله حکومت جوړ کړي.

نظري زیاته کړه طالبانو سره د دغو غېر رسمي خبرو څه نتیجه نه ده راوړې. "مونږ په دوو مختلفو پاڼو وو. د ټول شموله حکومت زمونږ تشریح د دوی نه بدله وه."

نظري وویل په ایران کې لومړی احمد مسعود او متقي خبرې وکړې او بیا مقتي د هرات د پخواني ګورنر اسماعیل خان په مشرۍ کې د اېن ار اېف يو پلاوي سره ولیدل."مونږ ورته نه وو تللي، دوي مونږ ته راغلي وو."

نظري وویل اسماعیل خان اوس په ایران کې مېشته دی او د مقاومت د ملي جبهې سره همکاري کوي. ای اېف پي وویل د اېن ار اېف دپاره ملاتړ ترلاسه کولو په مقصد نظري برطانیي او سوېډن ته تللی و او بیا فرانس ته راغلی ورغلی و.

علي مېصم نظري د فرانس د سفر په اړه په د جمعې په ورځ په ټوېټر پېغام کې وویل چې د فرانس د پخواني صدر فرانسوا اولانډ سره یې ولېدل، د افغانستان ورستي صورتحال او د ترهکرۍ د زیاتېدوونکي خطر په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

نظري وویل اېن ار اېف قریباً 4000 جنګیالي لري او د طالبانو په ضد د "چرکي" جنګ دپاره یې د نړیوالې ټولنې نه د ملاتړ غوښتنه وکړه. "مونږ د هر قسم ملاتړ ضرورت لروو. مونږ په خپلو وسایلو جنګېږو."

نظري وویل "اېن ار اېف په ملک کې اخیرې جمهوري قوت دی، دا اخېری قوت دی چې په افغانستان کې دننه د هرچا نمایندګي کوي."