شاته

د اوکراین پر دولتي ویب پاڼو پراخ سایبري برید

د اوکراین د دولتي تاسیساتو او بنسټونو ویب پاڼې پداسې حال کې د سایبري برید سره مخامخ شوي چې روسیې نور ځواکونه هم ددغه هیواد پولې ته لیږدولي او د اوکراین پر سر د روسيې او لویدیځو هیوادونو ترمنځ خبرې په ټپه رسیدلي حالت ته رسیدلي دي.

د اوکراین دولتي مقاماتو د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۴ (مرغومي ۲۴) وویل چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت، د کابینې، د امنیت او دفاع د شورا او په بهر کې د اوکراین د څو سفارتونو په ګډون د دولتي اروګانونو لږ تر لږه ۷۰ ویب پاڼې د پراخو انټرنیتي یا سایبري بریدونو سره مخامخ شوي دي.

تر اوسه اوکرایني مقاماتو په په مستقیمه توګه کوم هیواد ندی تورن کړی خو ظاهره روسیې باندې شک لري.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د رویترز اژانس ته ویلي چې تر اوسه ډیر ژر دي چې ددغو وویل شي د دې بریدونو تر شا څوک دي، خو روسیې دمخه ورته بریدونه ترسره کړي دي.

روسیې تر اوسه غبرګون ندی ښودلی، خو دمخه یې د سایبري بریدونو او ددې جملې څخه پر اوکراین باندې دا ډول بریدونه رد کړي دي.

وړاندې تر دې چې دغه ویب پاڼې له لاسه ووځي، اوکراینیانو ته یو ګواښونکی پیغام ددغو ویب پاڼو پر مخ خپور شوی و چې مضمون یې و "بدو پیښو ته تیار شئ".

د سایبري برید په پیل کې په دریو ژبو- اوکرایني، روسي او پولنډي- یو پیغام د دولتي ویب پاڼو برمخ راڅرګند شوی و چې په کې لیکل شوي وو: "اوکراینیانو! ستاسو ټول شخصي اطلاعات په عامه شبکه کې خپاره شول. د کمپیوټر ټول اطلاعات له منځه تللي، بیرته موندل یې ناممکن دي."

په بل پیغام کې لیکل شوي وو: "ستاسې په اړه ټ،ل اطلاعات عام شوي دي، وډاریږئ او د لازیات بدو انتظار اوسئ. دا ستاسې د ماضي، حال او راتلونکې لپاره دي."

د اوکراین حکومت اعلان وکړ چې اکثر زیانمنۍ شوې ویب پاڼې بیرته رغیدلي او هیڅ ډ،ل شخصي اطلاعات ندي غلا شوي. یو شمیر نورو دولتي ویب پاڼو ددغه برید د پراخیدو د مخنیو لپاره تعلیق شوي دي.

د اروپایي ټولنې مشرانو د اوکراین پر دولتي ویب پاڼو باندې دغه برید سخت غندلی دی.

پدې ترڅ کې روسیې د پنجشنبې په ورځ د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د غونډې وروسته وویل د اوکراین پر سر خبري دوام لري خو په ټپه رسیدلي حالت ته رسیدلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د جمعې په ورځ وویل روسیه هیله منه ده چې د امریکا سره امنیتي مذاکرات بیرته پیل شي خو دا د مسکو وړاندیزونو ته د واشنګټن په ځواب پورې مربوط دي.

هغه وویل: "مونږ په کلکه په خپلو پولو کې د ناټو راڅرګندیدل نه منو، په ځانګړې توګه د اوکراین د مشرتابه د اوسني بهیر ته په پاملرنې."

د اروپا د امنیت او همکارۍ په سازمان کې د امریکا سفیر مایکل کارپنټر، هم د پنجشنبې په ورځ د روسیې له استازو سره په ویانا کې له مذاکراتو وروسته وویل چې لویدیځ باید د مسکو سره د کړکیچ احتمالي سختیدو ته تیار شي. هغه خبریالانو ته وویل: "د جګړې د ډهل اواز اوچت دی او لفاظۍ نسبتاً تندې شوي دي."

روسیه هڅه کوي لویدیځ دې ته اړ کړي چې اوکراین په ناټو تړون کې ونه مني؛ هغه غوښتنه چې متحده ایالاتو او متحدینو یې له پیل څخه رد کړې ده.