شاته

دتوانایۍ لوړې بیعې،دپښتونخوا کاروباریان وایي ملکي پېداوار اؤ برامدات به سخت اغېزمن شي

په خیبر پښتونخوا کې سوداګر وایي د بجلۍ په بیعو کې زیاتوالی او د توانایۍ لوړې بیعې به دخلکو ملاګانې ماتې کړي او ملکي پیداوار د متاثره کیدو په وجه به برامدات هم متاثره شي.

دوئ وايي په داسې حال کې چې د ګرانۍ له امله په خلکو کې دشیانو اخستو قوت په ختمیدو دی دپاکستان حکومت دنومبر د میاشتې دپاره د بجلۍ د فیول پرائیس ایډجسمنټ مد کې 4.30روپۍ نوره اضافه کړې او دا رقم به د جنورۍ د میاشتې په بلونو کې دخلکو نه اخستی شي.

مطبوعات امکان ښایي چې په نړیواله کچه د خامو تیلو دبیعو لوړیدو له امله به د روانې میاشتې د 15نیټې څخه حکومت د تیلو په بیعو کی 6 روپۍ نوره اضافه هم دیو لیټر پسر وکړي.

خو په عین حال کې سوداګر دریځ لري چې تجارت د وړاندې نه سخت اغیزمن شوی او په پیداوار خرڅونه زیات شوي نو د تیلو او بجلۍ د بیعو لوړیدو سره به برامدات هم اغیزمن شي.

د خیبر پښتونخوا په مردان ښار کې پخوانی د چیمبر اف کامرس او انډسټری مشر او دمرکزی انجمن تاجران صدر ظاهر شاه وایي کاروبارونه د وړاندې نه تاوان سره مخ دي او سوداګر او عام خلک د مایوسۍ ښکار شوي دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي که حکومت غواړي چې ملکي اقتصاد مضبوط شي، پاکستاني روپۍ باثباته کړي او کارخانې د بندیدو نه بچ وساتي نو دتیلو،ګیس او بجلۍ په مد کې دې سوداګرو او کارخانو له رعایتونه ورکړي نه چې د توانایۍ بیعې زیاتې کړي.

هغه زیاتوي د وړاندې نه په خلکو کې تشویش خور دی او د خلکو قوت خرید هم ختم شوی او بیا د توانایۍ بیعې زیاتول د خلکو په مایوسۍ کې اضافه کوي.

دښاغلي ظاهر شاه په وینا ترڅو چې کاروباري خلکو ته رعایتونه نه وي ورکړی شوي نو اقتصاد وده نه شي کولی.

د پاکستان دبجلۍ دنرخونو دتړلو د ادارې نیپرا دبیان مطابق د نومبر دمیاشتې دپاره د فیول پرائیس ایډجسمنټ په مد کې د یو یونټ په سر دڅلورو روپو او 30پیسو اضافې منظوري ورکړی شوې ده.

دا اضافه به د روانې میاشتې د بجلۍ په بلونو کې عملي کولی شي او دې سره به د بجلۍ د صارفینو نه 35اربه روپۍ اصافي قامي خزانې ته راجمع کړی شي .

تر دې وړاندې د اکتوبر د میاشتې دپاره نیپرا د یو یونټ بجلۍ بيعه 4 روپۍ اؤ 74پېسې زیاته کړې وه .

نیپرا وايي په نړیوال مارکیټ کې د تیلو زیاتې بیعې او په شخصي توګه د بجلۍ په پیداوار د لګښتونو له امله دغه اضافه شوې خو د 100یونټو پورې د بجلۍ په صارفینو به دغه زیاتوالی نه عملی کیږي.

بل اړخ ته ویل کیږي په نړیوال مارکیټ کې د تیلو په بیعو کې د اضافې له امله به سبا يعنی په 15جنورۍ په پاکستان کې د پټرولو او ډیزلو بیعو کې د یو لیټر پس 6روپۍ اضافه وشي ځکه چې په نړیوال مارکیټ کې د خامو تیلو بیعې د 81 ډالره نه تر 83ډالره پورې یو بيرل ته رسیدلې دي او دې سره به د یو لیټر پټرولو او ډیزلو بیعې 150روپو ته زیاتې شي.

په خیبر پښتونخوا پیښور کی پخوانی د چیمبر اف کامرس مرستیال مشر او کاروبار شخصیت شاهد حسین وایي په پیداوار د وړاندې نه د توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې خرڅونه زیات دي او په خیبر پښتونخوا کې د سیمه ییزو بدلونونو له امله برامدات هم متاثره شوي دي، وړې او غټې کارخانې د وړاندې نه سخت مشکلات لري.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي د پاکستان ګاونډیو هیوادونو کارخانو ته د توانایۍ په مد کې رعایتونه ورکړي دي خو بیا په پاکستان کې صورتحال بدل دی برامدات د مخکې نه د افغانستان له وجې کم شوي او نور به هم متاثره شي.

سرکاري شمیرې وایي دا وخت د پاکستان حکومت په پټرولو دیو لیټر پسر 17.62روپۍ پټرولیم لیوي تر لاسه کوی 3.53روپي جنرل سیلز ټيکسونه،او 9 روپې او 26پیسی کسټم ډیوټي اخلي.