شاته

د فرانسې – بریتانیې تر منځ اوبو کې ۱ کډوال مړ شوی

په فرانسې کې چارواکي وایي په انګلش چینل کې چې د فرانسې او بریتانیې تر منځ د کښتیو د تګ راتګ لار ده د کډوالو یوه کښتۍ د ستونزو سره مخ شوې وه.

په پیښه کې لږ تر لږه ۱ کډوال مړ شوی او شاوخوا ۳۰ نور ژوندي ژغورل شوي.

د فرانسې د بولوین سورمر د څارنوال دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د مړ شوي کس عمر د شلو کالونو په شاوخوا کې و او ګمان کیږي چې د سودان اوسیدونکی به و.

د بریتانیې د PA خبري اژانس د معلوماتو له مخې تیر کال د فرانسې څخه د انګلش چینل د لارې څبه باندې ۲۸ زره پنا غوښتونکي په کښتیو کې بریتانیې ته اوښتي دي چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ یې دپلوماتیکي جنجالونه هم پیدا کړي.

خو ډیری کډوال چې پدې خطرناکو لارو د فرانسې نه بریتانیې ته ځي، په لار کې د مرګ د خطر سره هم مخ کیږي. پخوا د فرانسې څخه کډوالو په ټرکونو او نورو موټرو کې ځانونه پټول خو اوس په کښتیو کې دغه کار کوي.

پدې چینل کې د کډوالو تر ټولو خونړۍ پیښه تیر کال د نومبر په میاشت کې هغه وخت وشوه چې د کډوالو یوه کښټۍ ډوبه شوه او ۲۴ تنه پکې ووژل شول.

د دې پیښې نه وروسته د اروپایي اتحادیې یو شمیر هیوادونو وویل چې د فرانسې او بریتانیې تر منځ د (انګلش چینل) په لار کې د غیرې قانوني کډوالو د ۲۴ ساعته څار لپاره د الوتکې نه کار اخلي.

د فرانسې، جرمني، هالنډ او بلجیم د کډوالو د چارو وزیرانو د نومبر ۲۸ ( لیندۍ۷) د فرانسې د کالې په ښار کې غونډه وکړله. فرانسې پدې غونډه کې د اروپایي اتحادیې د هیوادونو نه وغوښتل چې د غیرې قانوني کډوالو د قاچاقبرانو پر ضد هلو ځلو کې دې همکاري وکړي.

ډیری کډوال په اوبو کې د سړې هوا څخه په ګټې اخیستو پدې خطرناکې لار سفر کولو ته زړه ښه کوي ځکه چې د اوبو څپې کمې وي.

په داسې حال کې چې فرانسه او بریتانیه په دې کې اختلاف لري چې په څه ډول د انګلش کانال له خطرناکې لارې د کډوالو د تګ د مخنیوي وکړي. د بشري چارو ادارې وايي د بریتانیې تګلاره نه عملي کیږي بلکه د قاچاق وړونکو شبکې قوي کوي. دوی وايي‌ چې د دغې ستونزې د اسانه کولو لپاره، بریتانیې ته په کارده چې بریتانیې ته د ورتګ لپاره، پناه غوښتونکو ته خوندي او قانوني لار برابره کړي.