شاته

چارواکي: قلعه‎زال کې ۴۰ تنه وسله‎وال وژل شوي 

په کندز کې چارواکي وایي چې په قلعه‎زال ولسوالۍ کې په جګړه کې ۴۰ وسله‎وال وژل شوي او زخمیان شوي دي.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش پرون [جمعه] ازادي راډیو ته وویل چې په قلعه‎زال کې په تېرو درېیو ورځو کې یو پولیس هم په جګړه کې وژل شوی دی.

د دانش په وینا، په دې جګړه کې ملکي کسانو ته تاوان نه‎دی رسېدلی.

سید محمود دانش وايي:

"متأسفانه، په جګړه کې زموږ یو پولیس وژل شوی دی. خو مخالفینو ته په تيرو درېیو ورځو کې درانه تلفات رسېدلي او ۴۰ تنه‎يې وژل شوي او زخمیان دي. "

د کندز د والي ویاند وویل، د قلعه‎زال ولسوالۍ سقوط امکان نه‎لري او په سیمه کې کافي پوځيان ځای پر ځای شوي دي.

وسله‎والو طالبانو مخکې د ولسوالۍ د سقوط ادعا کړې وه، خو ولایتي چارواکي دا ادعا ردوي او وايي چې جګړه د ولسوالۍ په مرکز کې روانه ده.