شاته

امیرخان: د کلي په جومات باندې بمبار کې مې ښی لاس او ښی غوږ له لاسه ورکړل

د پکتیا د زرمت ولسوالی د پتک د کلي اوسېدونکی امیرخان چې په دغه کلي کې د موټرو د ترمیم دوکان لري وايي، په تیرو شلو کلونو کې د جنګ د ښکېلو غاړو ترڅنګ بېګناه ملکي کسانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

امیرخان درې کاله مخکې د خپل کلي په جومات باندې د امریکايي ځواکونو په بمبار کې خپل ښی لاس او ښی غوږ له لاسه ورکړل.

هغه وویل: " ټول خلک له جومات نه راووتل، خوما د الوتکې غږ وانه اورېده. دوی راته وویل چې الوتکه ښايي بمبار وکړي. ۳۰ دقیقې وروسته مې احساس وکړ چې ژوبل شوی یم، خو دومره قوت مې نه درلود چې پورته شم. پوه شوم چې کومه پېښه شوېده، خلکو روغتون ته یوړم. یوکال په روغتون کې بستر وم. ټپونه مې د یوه کال په موده کې جوړ شول."

امیرخان وايی د دوی د کلي په جومات په شوي بمبارد کې ۴ کسه ووژل شول او د ده په ګډون ۹ نور ټپیان شول. په وژل شویو او ټپیانو کې یو هم طالب نه و بلکې ټول ولسي خلک و.

امیر خان وايي، امریکا ادعا کوي چې د بشري حقونو د ساتنې لپاره مبارزه کوي خو د بشر حقونو ته پام نه ساتي ځکه په دغه بمبار کې یې یو زوی او پلار او دوه کسه نور ملکیان ووژل او زما په ګډون یې ۹ کسه نور زخمیان کړل.

امیرخان وايي له معلول کېدو وروسته یې په ژوند کې ژور بدلون راغلی دی. هغه زیاتوي په تیرې شل کلنې جګړې په زرګونو نور کسان هم ده ته په ورته برخلیک اخته شویدي.

هغه وویل:" جنګ زما ټولو هیوادوالو ته زیان رسولی، زه یواځې نه یم. ډیرخلک ووژل شول او هیواد مو وران شو."

کله چې د هغه زخمونه ښه شول، پرېکړه یې وکړه چې د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې د ګټلو لپاره د موټرو د ترمیمولو دوکان بیرته پرانیزي.

هغه وویل: " اوس د پخوا په شان کار نشم کولی، خو چاته مې د مرستې لپاره لاس نه دی اوږد کړی او خپل کار ته دوام ورکوم."

امیرخان وايي، ده د اقتصادي ستونزو له کبله ونشوای کولی چې خپلې زده کړې بشپړې کړي، خو وايي پوره هڅه به وکړي چې خپلو درې ماشومانو ته د تعلیم زمینه مساعده کړي او ملاتړ یې وکړي.

هغه هیله څرګندوي چې له افغانستان څخه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به نور جنګ نه وي. او افغانان به د جګړې له ناوړه عواقبو خوندي وي.

هغه زیاته کړه په زرمت کې هرې کورنۍ درد لېدلی، تقریباً له هرکور څخه یو کس وژل شوی یا زخمی شوی دی.

د غیر رسمي شمیرو له مخې د افغانستان په تیر شکل کلن جنګ کې د امریکایانو، پخواني افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جنګونو، بمباریو، ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو له کبله له دیرش زرو څخه زیات ولسي افغانان وژل شويدي اوله شپیته زرو ډیر ټپیان شویدي.

کلونو جګړې د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان رسولی او ددغه هیواد د نفوس ۷۲ فیصده د فقر له کرښې لاندې ژوند کوي. د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته، اقتصادی وضعیت نور هم خراب شوی او په میلیونو خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي.